حسن روحاني د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی وبلل شو

د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی دی چې حسن روحاني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار رسنیو ته وویل چې حسن روحاني څه باندې ۱۸ میلیونه رایې ترلاسه کړي او د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې یې ګټلي دي.

ښاغلی روحاني د اصلاح پالو د خوښې کاندید و.

د حسن روحاني ژوندلیک

په ایران کې د ټاکنو پایلې باید د دغه هېواد د ساتونکې شورا له خوا تایید شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ويلي چې په دغو ټاکنو کې چې د جون په ۱۴ ترسره شوې په سلو کې تر ۷۲ ډیرو د رایې اچولو حق لرونکو خپله رایه وکاروله.

د ایران د کورنیو چارو د وزير په وینا په دغو ټاکنو کې په دویم نمبر محمر باقر قالیباف و چې څه باندې شپ میلیونه رایې يې ترلاسه کړې وې

د رایو بهیر

Image caption ایران کې د ټاکنیز بهیر د څار لپاره بهرني مبصرین نه شته.

ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ښيي چې منځ لاری محافظه کار کاندید حسن روحاني تر نورو مخکښ دی.

رسمي شمېرنې ښيي چې نوموړي د څه باندې ۱۲ میلیونه شمېرل شویو رایو یو ۵۰ سلنه تر لاسه کړې دي.

که ښاغلی روحانی همداسې مخکښ پاتې شي نو دویم دور ټاکنو ته به یې اړتیا نه وي.

دایران ښاروال باقر قالیباف تراوسه په دویم مقام کې دی.

د څو ساعتونو په تاخیر د ایران د کورنیو چارو وزیر لومړنۍ شمېرې اعلان کړې.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ایران کې په بریالیتوب سره د ټاکنو د تر سره کېدو په مناسبت د دغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ويلي.

په هغه خبر پاڼه کې چې د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې، ولسمشر کرزي د سولې او ارامۍ په فضا کې د ټاکنو تر سره کېدو او په کې د خلکو د پراخ ګډون له کبله خوښي څرګنده کړې.

ښاغلي کرزي هیله ښوولې، چې د نوي دولت د کار له پیل سره به د دواړو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو تر منځ اړیکې د پخوا پرتله ډېره وده او پراختیا ومومي.

ولسمشر محمود احمدي نژاد به له دوه دورې ولسمشرۍ وورسته خپل ځای پرېږدي.

احمدي نژاد په ټاکنو کې له برخه اخېستو وروسته وویل د ایرانیانو لپاره د ښې راتلونکې هیله لری.

"له لوی خدای څخه غواړم چې خپل ټول رحمت او مهرباني د ایران پرملت او پر بشري ټولنې نازل کړي. او د ټولو لپاره دې یو ښه برخلیک وټاکي"

سلګونه زره ایرانیانو د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره خپلې رایې وکارولې.

ایران کې پنځوس میلیونه کسان د رایې ورکولو حق لري او د رایې اچوونې بهیر کې ډېرې ګڼې ګوڼې ته په کتو سره د رایې اچوونې وخت څلور ساعته وغځول شو.

د رایې اچوونې بهیر له ځايي وخت سره سم د شپې تر ۱۱ بجو دوام وکړ.

د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار لومړی وویل، چې د رایې کاروونې لړۍ به د شپږو بجو پر ځای تر اتو بجو پورې دوام وکړي، خو وروسته دغه وخت دوه ساعته نور هم زیات شو.

د رایې اچوونې له بشپړېدو وروسته اوس د رایو شمېرلو لړۍ روانه ده او تمه کېږي، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به پایلې اعلان شي.

بل لور ته د ټاکنیز کمپاین ټولو ۶ کاندیدانو په یوه ګډه اعلامیه کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې د رسمي پایلو تر اعلانه پورې خپل احساسات کابو وساتي.

اعلامیه کې ویل شوي" خلک باید د بري لمانځلو لپاره د لاریونونو د چمتووالي اواوزو ته غوږ و نه نیسي او د پایلو د رسمي اعلان تر وخته له یوځای کېدو ډډه وکړي. "

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای له ایرانیانو غوښتي وو، چې ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د ایت الله خامنه ای په ویبپاڼه کې د ټاکنو په اړه لیکل شوي" که هر څوک ټاکل کېږي او ډېرې رایې تر لاسه کوي، نو د مخالفانو او دښمنانو پر ضد به په غوره توګه د درېدو وړتیا ولري."

ټاکنو کې شپږ کاندیدان برخه لري، چې ډېر یې محافظه کاران دي، خو دا وروستیو کې یو کاندید حسن روحاني د یوه اصلاح غوښتونکي محافظه کار په توګه مخې ته راغلی.

Image caption ټاکنو کې شپږ کاندیدان برخه لري، چې ډېریې محافظه کاران دي.

د دې ټاکنو بریالی کاندید به د اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد ځای ونیسي، چې دوه ځلې له ولسمشر ټاکل کېدو وروسته د قانون له مخې دریم ځل نه شي کولای د ولسمشرۍ لپاره کاندید شي.

د احمدي نژاد د ولسمشرۍ اته کلنې دورې پر مهال ایران د خپل ناندریز اټومي پروګرام له کبله له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ و، چې له کبله یې دغه هېواد ته یو شمېر اقتصادي ستونزې پېښې وې.

د بي بي سي رچارډ ګلپین وايي ایراني ټاکنو کې له تېرې اونۍ راهیسې عجیب بدلون رامنځ ته شوی دی.

د خبریال په وینا له لویدیځ سره د نویو اړیکو ټینګولو د اړتیا په باب د حسن روحاني له څرګندونو وروسته د خلکو له لوري نوموړی ډېر ستایل شوی دی.

ټاکنو کې د حسن روحاني ملاتړ هغه وخت زیات تر سترګو شو، چې یوازیني اصلاح خوښوونکي کاندید محمدرضا عارف د پخواني ولسمشر محمد خاتمي په مشوره له ټاکنیز کمپاینه لاس پر سر شو.

له دې وروسته حسن روحاني د دوو پخوانیو ولسمشرانو محمد خاتمي او هاشمي رفسنجاني ملاتړ ترلاسه کړ.

له دي سره ایران کې د اسلامي انقلاب د موسس ایت الله روح الله خمیني لمسی حسن خمیني هم د حسن روحاني پلوي دی.

خو ویل کېږي، چې محافظه کار کاندیدان له حسن روحاني سره ټاکنو کې سخته سیالي کوي.

دې کاندیدانو کې د ایران د اټومي پروګرام مرکچي سعید جلیلي او تهران ښاروال محمد باقر قالیباف نومونه شامل دي. له دوی سره دې سیالۍ کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر علي اکبر ولایتي او د سپاه پاسداران پخوانی مشر محسن رضايي او محمد عرضي هم شامل دي.

د ایران د ولسمشرۍ کاندیدانو په کتار کې د اټومي پروګرام مرکچي سعید جلیلي تر ټولو محافظه کار او مذهبي مشر ایت الله خامنه ای ته نژدې کس بلل کېږي.

Image caption له لویدیځ سره د نویو اړیکو ټینګولو د اړتیا په باب د حسن روحاني له څرګندونو وروسته، نوموړی د خلکو له لوري ستایل شوی دی. رچارډګلپین

ایران کې د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په پراخه کچه احتجاجونه شوي وو. د هغو ټاکنو د بریالي کاندید محمود احمدي نژاد د مخالفینو په خیال نوموړی د درغلیو په وسیله بریالی کړای شوی و.

د ایراني اپوزېسیون په وینا د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته د شپږو میاشتو په موده کې د حکومتي عملیاتو په نتیجه کې ۸۰ کسان وژل شوي وو، خو د ایران حکومت دغه شمېرې ردوي.

د هغو ټاکنو دوه اصلاح غوښتونکي کاندیدان میرحسین موسوي او مهدي کروبي اوس هم نظربند دي.

خو له هغه وروسته په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر رفسنجاني له نااهل اعلانېدو وروسته د ایران لبرال سیاسي قوتونه، ټاکنو کې د برخه اخیستو یا نه اخیستو په باب په دوو برخو ووېشل شول. ایران کې د ټاکنیز بهیر د څار لپاره بهرني مبصرین نه شته.

ورته مطالب