روحاني: پوهه او منځلاري پر توندلارۍ بريالۍ شوه

Image caption د ټاکنو د پايلو له اعلانېدو سم لاسي وروسته د ښاغلي روحاني ملاتړي لارو کوڅو ته راووتل او په لمانځونو او خوشاليو يې لاس پورې کړاو چيغې یې وهلې چې بدلون ته يې رايه ورکړې ده.

د ايران منځلاري محافظه کار عالم حسن روحاني د هېواد په ولسمشريزو ټاکنو کې خپل برى پر توندلارۍ د پوهې کاميابي بللې ده.

"دا پر توندلارۍ او غيراخلاقي کړنو د پوهې، منځلارۍ، پرمختگ، پوهاوي، ژمنې او ديندارۍ برى دى".

ښاغلي روحاني اتلس ميليونه او پنځه سوه زره رايې ګټلې، چې د ټولو اچول شويو رايو تر پنځوس سلنې اوړي . ټاکنو کې د خلکو د گډون کچه هم لوړه او دوه اويا سلنه وه.

د ټاکنو د پايلو له اعلانېدو سم لاسي وروسته د ښاغلي روحاني ملاتړي لارو کوڅو ته راووتل او په لمانځونو او خوشاليو يې لاس پورې کړاو چيغې یې وهلې چې بدلون ته يې رايه ورکړې ده.

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه اي، چې ايران کې د وروستۍ پرېکړې واک لري ښاغلي روحاني ته مبارکي ورکړه.

غبرگونونه

افغانستان

د ايران د ولسمشرۍ د جمعې ورځې په ټاکنو کې د ښاغلي روحاني پر بري سيمه او نړۍ کې هم يولړ غبرگونونه ښوول شوي دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دایران دولسمشرپه توگه د حسن روحاني د غوره کېدو له کبله د دغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ويلي ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې، ولسمشر کرزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پراختيا هيله ښوولې ده.

امریکا

د امريکا متحده ايالاتونو چمتوولى ښودلى ،چې د ايران د اټومي پروگرام په اړه د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته د حل لارې د موندلو په موخه مخامخ د ايران له حکومت سره ښکيل شي .

واشگتن دارنگه هيله ښوولې چې د ايران نوى حکومت د ښې راتلونکې لپاره د ايرانيانو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي .

برتانيا هم پر حسن روحاني غږ کړى، چې له لوېديځ سره تر کلونو لانجو وروسته يوه نوې تگلاره غوره کړې.

برتانیا

د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، هيله يې دا ده چې نوى ولسمشر له خپل بري په گټې اخيستنې سره د خپل اټومي پروگرام پر سر له لوېديځ سره ښکېل شي او په خپل هېواد کې د بشري حقونو حالت ښه کړي.

فرانسه

فرانسې هم تيارى ښوولى، چې د اټومي پروگرام او د سوريې د جړې په تړاو له ايران سره گډ کار وکړي.

Image caption د ایران مخکني ولسمشر محمد خاتمي پر ایرانیانو غږ کړی و، چې روحاني ته رایې ورکړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير "ډيموکراسۍ ته د لېوالتيا د ښوولو " لپاره د ايرانيانو ستاينه کړې ده.

م. م

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون روحاني ته ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا "توده مبارکي" ورکړې ده، چې په وینا یې "نوموړی به به سیمه ییزو او نړیواله کچه د ایران د لانجو لپاره د حل مناسبه لاره غوره کړي".

بان کي مون په ټاکنو کې د خلکو ډېر ګډون کول ستایلي دي.

اسراییل

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې "د ایران اتومي پروګرام په اړه تر اوسه خامنه اي پرېکړې کړې، نه ایراني ولسمشر".

خبرپاڼه زیاتوي، چې "اوسنی ولسمشر به هم د خپل سلف په څېر د اتومي پروګرام او ترهګرۍ په برخو کې خپل فعالیتونه جاري وساتي. ایران باید د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي، خپلې اتومي هڅې ودروي او نړۍ کې له ترهګرۍ خپرولو ډډه وکړي".

د سوریې ملي ایتلاف

خو د سوریې مخالف ملي ایتلاف پر روحاني د "اصلاح" راوستلو غږ کړی، او له هغه یې غوښتي، چې نور د بشارالاسد د نظام ملا ونه تړي.

ایتلاف وايي "د ایران نوی ولسمشر باید د مخکنیو ایراني مشرانو تېروتنې درک کړي، او د ایران دریځ سم کړي".

اروپايي اتحادیه

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین اشتون ویلي چې دغه اتحادیه "د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو او لانجې د حل لپاره ټینګ عزم لري".

اشتون په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې "روحاني ته دا هیله لرم، چې په نوي حکومت او مسؤولیتونو کې بریالی شي. لاهم ټینګ نیت لرم، چې د ایران نوې مشرتابه د ایران د اتومي مسالې لپاره ژر دیپلوماتیک حل ومومي".

ښاغلى روحاني په ټاکنو کې د ولاړو شپږ کانديدانو ترمنځ وروسته له هغه په پرتله ييز ډول منځلارى وبلل شو، چې ټول سمون پالي کانديدان له سيالۍ وايستل شول.

ښاغلى روحاني د اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد ځای نیسي، چې له اته کلونو راهيسې دغه څوکۍ مخې ته وړې.

د احمدي نژاد د ولسمشرۍ اته کلنې دورې پر مهال ایران د خپل ناندریز اټومي پروګرام له کبله له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ و، چې له کبله یې دغه هېواد ته یو شمېر اقتصادي ستونزې پېښې وې.

ورته مطالب