"منډېلا حالت جدي خو په ښه کېدو دی"

Image caption ولسمشر زوما وویل ښاغلي منډېلا د سوېلي افریقا په تاریخ کې له نورو نه مهم رول لوبولی دی.

د سوېلي افریقا ولسمشر جېکوب زوما وايي د نېلسن منډېلا روغتیايي حالت اوس هم جدي دی خو روغتیا یې په دوامداره توګه په ښه کېدو ده.

ښاغلي زوما چې د ځوانانو د ورځې په مناسبت په جوړو شویو یو لړ مراسمو کې یې خبرې کولې له خلکو غوښتنه وکړه چې پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا په خپلو فکرونو او دوعاګانو کې یاد وساتي.

ولسمشر زوما وویل ښاغلي منډېلا د سوېلي افریقا په تاریخ کې له نورو نه مهم رول لوبولی دی.

"موږ باید یاد وساتو چې نېلسن منډېلا یو له هغو کسانو دی چې خپل رول یې ولوباوه او آزادي یې واخیسته. ښاغلي منډېلا خو بیا تر ټولو مهم رول لوبولی دی. موږ خوښ یو چې د هغه روغتیا په ښه کېدو ده."

نن لسمه ورځ ده چې د سوېلي افریقا پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا په روغتون کې د سږو د ورپېښې ناروغۍ له امله بستر دی.

ولسمشر جېکوب زوما د ډاکټرانو له خولې وویل د ۹۴ کلن نېلسن منډېلا حالت جدي دی خو په وروستیو ورځو کې یې روغتیا په ښه کېدو ده.

ورته خبره د نېلسن منډېلا لمسي هم کړې ده خو هېچا دا نه دي ویلي چې ښاغلی منډېلا به کله له روغتون نه رخصت شي.

ورته مطالب