له پنځلسم پوړه لاندې وغورځېد، خو لا یې هم خندل

Image caption د نیوزیلنډ ځايي رسنیو رپوټ کې ویل شوي، چې دغه سړی له ۱۵ پوړ نه له لاندې غورځېدو سره هم ژوندی پاتې شوی.

یو برتانوی تېره شپه ناوخته د نيوزیلند په اوکلند کې د یوې ودانۍ له ۱۵ پوړه تر غورځېدلو وروسته ژوندی پاتې شوی.

ټام سټلویل په ۱۴ پوړ کې په خپل کور کې د دروازې کیلي هېره کړې وه او ګاونډی یې ویښ کړ چې که وکولای شي د برنډې له لارې لاندني پوړ ته ښکته شي، خو له هماغه ځای خطا شوی او د یوې دوه پوړیزې ودانۍ پر بام غورځېدلی، چې له امله یې یو شمېر هډوکي مات شوي دي.

خو یو ملګري یې ویلي چې تر سخت مصیبت وروسته خندلای شي.

یوه روغتیايي چارواکي ویلي له ۱۵ پوړه د یو کس له لویدلو وروسته ژوندي پاتې کېدل غیر معمولي کار دی.

د نیوزیلنډ ځايي رسنیو رپوټ کې ویل شوي، چې دغه سړی له ۱۵ پوړ نه له لاندې غورځېدو سره هم ژوندی پاتې شوی.

د نوموړي دوستانو ویلي، شپږ هډوکي یې مات دي او یو شمېر داخلي ټپونه هم لري، خو هغه (روغ رمټ) او ډېر بختور انسان دی.

د نوموړي برتانوي سړي سټل ویل دوستانو د نیوزلنډ خبري اژانس فییر فیکس ته ویلي، چې هغه هوښ کې وو، خندل یې، خو یاد یې نه وو، چې څه ور پېښ شوي دي.

له ویل سره په اپارتمان کې مېشت مېرمن بېتګوډوین وايي، هغه ته یو شمېر داخلي ټپونه رسېدلي، د پښتیو او غاړې یو شمېر هډوکي یې مات شوي، خو هغه ډېر مهم هډوکي نه دي.

د نیوزیلنډ پولیسو په وینا داسې معلومیږي، چې نوموړي سړي خپل اپارتمان کې د دروازې کیلي پرې ایښي وه، چې څوارلسم پوړ کې دی او کله چې هغه له پنځلسم پوړه د خپل کور بالکون ته د کوزېدو هڅه کوله، نو لاندې وغورځېد.

سټل ویا برتانوی دی او نیوزلنډ ته د رخصتیو تر څنګ د کار موندلو لپاره تللی. سټلویل ۱۳ پوړه لاندې د یوې بلې ودانۍ پر چت وغورځېد. هغه روغتون ته ولېږدول شو. د روغتون ویاند وايي د هغه حالت ښه دی.

ورته مطالب