حسن روحاني له خپلو خلکو د مرستې غوښتنه وکړه

Image caption زه دا ژور احساس لرم چې پر دې لار ګام اخيستو کې ستاسې مرستې ته اړتيا لرم. حسن روحاني

منځلاري ملا حسن روحاني، چې د ايران ولسمشرۍ ټولټاکنې يې ګټلې له خلکو غوښتي، چې د خپل هېواد پرمختګ او هم د ملي وياړ او ګټو ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

ده دا خبرې د جمعې ورځې ټاکنو کې پر توندلاريو کانديدانو له خپل پرېکنده بري وروسته لومړيو ټلوزيوني څرګندونو کې کولې.

ښاغلی روحاني چې اصلاح غوښتونکيو او د دغه هېواد توندلارې محافظه کارې مشرتابه نورو مخالفو ډلو يې ملاتړ کاوه، د ولسمشرۍ ټولټاکنې په څه د پاسه ۵۰٪ سلنه رايو وګټلې.

د بي بي سي نړيوالو چارو خبريال ريچارډ ګلپېن په دې اړه خپل راپور کې وايي، چې ښاغلی روحاني چې اوس ټاکل شوی ولسمشر دی، له وړاندې يې ښووله، څومره له محمود احمدي نژاد سره چې دی به يې پر ځای کېني، توپير لري.

ښاغلي احمدي نژاد په داسې يوه دوره کې ولسمشري کوله چې د ځپنې تګلاره په کې پلې کېده. حسن روحاني خپلو خبرو کې د هغه واقعيت هرکلی وکړ چې ګڼ شمېر وګړي په کې د ټولټاکنو لمانځنو لپاره سړکونه ته ووتل، او دا يې د يوې نوې هيلې نښه وبلله.

ده له ۱۸ میليونه وګړو مننه وکړه چې چې ده ته يې رايه ورکړه.

"دوی پر ما باور وکړ، چې وکړای شم هېواد ته د خدمت پر لار ګام واخلم، چې د خلکو ژوند او خير ښې ګڼې چارې ښې کړای شم او ملي وياړ او ملي ګټې وساتلای شم. زه دا ژور احساس لرم چې پر دې لار ګام اخيستو کې ستاسې مرستې ته اړتيا لرم، تاسې ته اړتيا لرم چې هلته وي، ستاسې همکارۍ ته اړتيا لرم."

ښاغلي روحاني ژمنه کړې چې پر کور دننه ځپنې تګلارې پای ته ورسوي او له لوېديځ سره بيا راشه درشه پيل کړي، چې د اتومي پروګرام له امله يې پرې بنديزونه لګولي دي.

د ولسمشر اوباما ادارې يوه جګپوړي چارواکي بيا د ښاغلي روحاني ټاکنه، د دوه اړخيزو اړيکو سمون لپاره يو نوی فرصت وباله.

د امريکا د ولسمشرۍ دفتر مشر ډېنېس مکډونو وويل که ايران لکه څنګه چې ده ياده کړه، له خپل اتومي پروګرام پاکې وتنې ته چمتو وي، په امريکا کې به شريک ومومي.

ده ايرانيانو ته د خپل هېواد ولسمشرۍ ټاکنو کې د پراخ ګډون مبارکی وويله، او ويې ويل امريکا به له نړيوالې ټولنې سره د ايران اړيکو هر ډول ښه والي هرکلی وکړي:

"فکر کوم موږ ټول بايد د هغې لارې په اړه ووياړو چې له مخې يې ايرانيان ووتل، رايه يې ورکړه، خپل ډيموکراټيک نظر او هيلې یې څرګندې کړې.زه دا له هيلو ډکې نښې په توګه ګورم. فکر کوم زموږ لپاره پوښتنه اوس دا ده چې دی يعنی حسن روحاني، لکه څنګه يې چې د خپلو ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال ويل له نورې نړۍ سره د خپل هېواد اړيکو سمون ته په ريښتيا هم لېوال دی، داسې کار لپاره يو فرصت شته."

اوس ټولې سترګې د ښاغلي روحاني راتلونکيو ګامونو پر لور دي، چې سر له اوسه يې د ايران پارلمان له مشر علي لاريجاني سره د خپلې کابيني پر جوړښت خبرې پيل کړې دي.

کله چې دی په راتلونکي اګست کې د ولسمشرۍ خپله لوړه کوي، د ايران پارلمان يې بايد وزارتونو ته پر غوره شويو څېرو د هوکړې رايه ورکړي.

ورته مطالب