د ترکیې د کورنیو چارو وزیر اعتصاب غیر قانوني بللی

Image caption د طبي فعالانو په وینا تر اوسه نژدې ۵۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ممېر ګولېر د دغه هېواد په کچه اعتصاب په بشپړه توګه ناقانونه بللی او وايي که هر چا ګډون په کې وکړ له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

ګڼو ټولنو خپل کارکوونکي هڅولي چې د دوی په ملاتړ په حکومت ضد مظاهرو کې ونډه واخلي.

د ترکیې طبي ټولنه وايي اته تنه ډاکټران او نرسان وروسته تر هغه ونیول شول چې د لاریون کوونکو درملنه یې کوله.

بل لور ته د ترکیې مرستیال لومړي وزیر په یوه ټلویزیوني مرکه کې خبرداری ورکړی، چې د مظاهرو د مخنوي لپاره له پوځ نه مرسته تر لاسه کېدای شي.

مرکې کې مرستیال لومړي وزیر وویل، د مظاهرو د مخنیوي لپاره پولیس بسنه نه کوي، ځکه احتمال شته، چې د ترکیې په لویو ښارونو کې پوځ وکارول شي.

ترکيې کې د کارګرو ټولنو د حکومت ضد لاريونو پر وړاندې د پوليسو زورور عمل ته پر غبرګون کې د هېواد لروبر کې د کاربنديز غږ کړی دی.

دغه ګام د احتجاجيانو او پوليسو ترمنځ له خال خال نښتو او يو ستر سياسي لاريون، چې د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردغان ورته وينا کوله، يوه ورځ وروسته پورته کېږي.

د بي بي سي اروپايي چارو خبريال کرېس مورېس په دې اړه خپل راپور کې وايي، چې د استانبول مرکزي سيمې يوه مهمه برخه لا تر اوسه د نارامۍ په حالت کې ده.

پوليسو تاکسيم ډګر او غازي پارک ته، چې د څه د پاسه دوو اونيو احتجاجونو مرکزی ټکی جوړوي، ټول غځېدلي سړکونه تړلي دي.

خو د پوليسو او احتجاجيانو ترمنځ نښتې په شاوخوا سيمو کې روانې وې، چې اوښکې بهوونکي ګاز او او اوبو پمپونه په کې کارول شوي دي.

د کارګرانو دوو ټولنو د هېواد لروبر د کاربنديز غږ کړی، داسې ټولنو هم ويلي ملاتړ به يې کوي چې د ډاکټرانو او انجينيرانو استازيتوب کوي.

"پوليسو تاکسيم ډګر او غازي پارک ته، چې د څه د پاسه دوو اونيو احتجاجونو مرکزی ټکی جوړوي، ټول غځېدلي سړکونه تړلي دي. "

احتجاجيان چې سړکونو ته وتلی وو، ويل یې، دوی به له خپل دريځه په شا نه شي. خو د دوی شمېر د لومړي وزير رجب طيب اردغان ملاتړ څرګندونې سترې غونډې پر تله، ډېر کم و، چې د استانبول بله برخه کې شوې ده.

روغتیايي چارواکي وايي د مظاهرو له پیله تر اوسه نژدې ۵۰۰۰ کسان ټپیان شوي او څلور وژل شوي دي. رجب طیب اردغان د غازي پارک د بیارغاونې ځنډولو ته چمتووالی څرګند کړی او محکمه په دې اړه څېړنه کوي.

ورته مطالب