مردان کې ځانمرګي برید شل کسان وژلي

Image caption د تیلو ټانک څښتن عبدالله د دوشنبې په ورځ نامعلومو کسانو په ډزو وژلی و.

د خیبر پښتونخوا مردان کې د جنازې پرمهال چاودنې لږترلږه شل کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه مردان کې د تېلو پمپ د هغه څښتن د جنازې د لمانځه پرمهال شوې، چې تېره ورځ نامالومو وسله والو په ډزو وواژه.

په دې برید کې د صوبايي اسمبلۍ د تحریک انصاف غړی عمران مهمند هم وژل شوی او ورور یې سخت ټپي شوی دی.

د پولیسو یوه افسر ایاز محمود بي بي سي ته وویل، چاودنه له مردان ښار نژدې دېرش کیلومتره لیرې په شېرګړ سیمه کې شوې ده.

مړي او ټپیان روغتونونه ته لېږدول شوي.

پولیس وايي، د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړی دی.

د یادونې ده، چې د تیلو ټانک څښتن عبدالله د دوشنبې په ورځ نامعلومو کسانو په ډزو وژلی و.

ورته مطالب