بغداد جومات کې ځانمرګي برید ۱۵ کسان وژلي

Image caption له تېر کاله راهیسې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې دننه ځانمرګي برید لږ ترلږه ۱۵ تنه ووژل او تر ۳۰ کسانو پورې یې ټپیان کړي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې په عراق کې دغه ډول بریدونه ډېر شوي چې تر ډېره جوماتونه، رستورانونه او عامه مارکیټونه په کې په نښه کېږي.

دغو شخړو داسي وېرې یو ځل بیا راپورته کړې چې د تشدد دغه لړۍ د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کچې ته و نه رسېږي، چې زرګونه کسان په کې وژل شوي وو.

تر اوسه د دې پېښو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو له تېر کاله راهیسې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.

سنیان د لومړي وزیر نوري المالکي پر حکومت تور پورې کوي، چې له دوی سره تعصب کوي، خو حکومت دا تورونه ردوي.

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي هوډ څرګند کړی، چې د عراق د سولې او ثبات تګلارې کې به ژر بدلونونه رامنځ ته کړي.

دغه پېښې د تېرو څو کلونو په موده کې دغه هېواد کې د تشدد ناوړه پېښې وې.

دا وروستیو کې د عراق بیلو سیمو کې د فرقه ییز تشدد پېښې ډېرې شوې او دا چاودنې هم د دې لړۍ یوه کړۍ بل کېږي.

ورته مطالب