ترکیې تاکسیم څلور لارې کې بیا مظاهرین یو ځای شوي

Image caption ډېر مظاهرین د یوه سړي اته ساعته پټه خوله احتجاج متاثر کړي دي. ترکیې کې د بي بي سي خبریال

د پولیسو له لوري له پرانیستل کېدو وروسته د ترکیې د استانبول ښار په تاکسیم څلور لارې کې یو ځل بیا سلګونه مظاهره کوونکي یو ځای شوي دي.

تاکسیم څلور لارې د هغو مظاهرو مرکز بلل کېږي، چې د ترکیې په لر او بر کې وشوې.

استانبول کې د بي بي سي خبریال وايي بېرته ستانه شوي ډېر مظاهرین د یوه سړي له اته ساعته " پټه خوله "احتجاجه متاثر شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې پولیسو یو شمېر مظاهرین نیولي دي. بل لور ته د ترکیې مرستیال لومړي وزیر تېره ورځ(جون ۱۷) په یوه ټلویزیوني مرکه کې خبرداری ورکړ، چې د مظاهرو د مخنیوي لپاره له پوځ نه مرسته تر لاسه کېدای شي.

مرستیال لومړي وزیر وویل، د مظاهرو د مخنیوي لپاره پولیس بسنه نه کوي، ځکه احتمال شته، چې د ترکیې په لویو ښارونو کې پوځ وکارول شي.

له دې مخکې ترکيې کې د کارګرو ټولنو د حکومت ضد لاريونو پر وړاندې د پوليسو زورور عمل ته پر غبرګون کې د هېواد لروبر کې د کاربنديز غږ وکړ.

دغه ګام د احتجاجيانو او پوليسو ترمنځ له خال خال نښتو او يو ستر سياسي لاريون، چې د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردغان ورته وينا کوله، يوه ورځ وروسته پورته شو.

د مې میاشت کې دغه مظاهرې هغه وخت پیل شوې، چې ترکي حکومت دغازي نومي عمومي بڼ پر ځای د یوې سوداګریزې ودانۍ جوړولو پلان پلي کولو هڅه وکړه. له هغه وروسته د حکومت مخالفو مظاهرو لړۍ ټول هېواد ته خپره شوه.

روغتیايي چارواکي وايي د مظاهرو له پیله تر اوسه نژدې ۵۰۰۰ کسان ټپیان شوي او څلور وژل شوي دي. رجب طیب اردغان د غازي پارک د بیارغاونې ځنډولو ته چمتووالی څرګند کړی او محکمه په دې اړه څېړنه کوي.

ورته مطالب