پاکستان طالبانو ته د قطر دفتر د سولې په ګټه بللی

Image caption پاکستان وايي په وار وار یې په سیمه کې د امنیت او سولې راتلو لپاره د جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان د قطر دوحه کې د طالبانو لپاره د افغانستان د سولې راتلو په موخه د سیاسي دفتر د جوړېدو هرکلی کړی دی.

پاکستان دغه ګام په د افغانستان او سیمې د سولې لپاره ګټور بللی دی.

د افغانستان دغه ګاونډي هېواد، چې تر ډېره د افغانستان د ناامنیو پړه پرې اچول کېږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د مخامخ خبرو هرکلی هم کړی.

د اسلام اباد چارواکو ویلي، چې د افغان شخړې د ختمېدو لپاره د خبرو له لارې د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده.

پاکستان وايي په وار وار یې په سیمه کې د امنیت او سولې راتلو لپاره د جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې ده.

دغه هېواد وايي، چې تل یې د افغانستان د سیمې په بهیر کې د همکارۍ او یوه بنسټيز حکومت د جوړېدو لپاره مثبت رول لوبولی دی.

مذهبي توندلاري

خو ولسمشر کرزي له پاکستاني "جیو" تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې هېواد یې د پاکستان له خلکو شکایت نه لري، بلکې له استخباراتي او پوځي بنسټونو شکایت کوي، چې مذهبي توندلاري یې د افغانستان د بې ثباته کولو او کمزوري کولو لپاره کارولې ده.

حامد کرزي د پاکستان پر استخباراتي او پوځي بنسټونو تور لګولی، چې "د افغانستان له ښه نیته ناوړه ګټه اخلي او غواړي چې افغانستان تل د پاکستان تر لاس لاندې وي. خو دغه هڅې به ځای ونه نیسي، بلکې د لا ډېرې خرابتیا او ناورین لامل به وګرځي.

پاکستان دا ټولې هڅې د دې لپاره کوي، چې افغانستان د ډیورنډ کرښې رسمیت پېژندلو ته اړ کړي، دوی باید پوی شي چې دې هدف ته به هېڅکله هم ونه رسېږي".

خو پاکستان وايي، رسمي نظر او دریځ یې دا دی چې افغانستان کې د سولې بهیر مخته بوتلل شي او د افغانانو له غوښتنو سره سم، دغه هېواد ته تلپاتې سوله ته راشي.

ورته مطالب