سودان کې قبیلوي شخړو د ۴۰ کسانو ژوند واخیست

دارفور- سودان
Image caption دارفور کې تر نسبي ارامتیا وروسته بیا امنیت خراب شوی.

د سودان په دارفور کې قبیلوي شخړې شوې، چې له کبله یې ۴۰ کسان وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.

شخړې د دارفور زالنجي سیمه کې شوې دي.

د دارفور جنوبي شطایه سیمې ولسوال صادق عبدالله ویلي، چې جګړه پر المسیریه قبیلې له دې تور لګولو وروسته پیل شوه، چې ګني د السلامات قبیلې پنځه کلي یې سوځولي.

نوموړی وايي، چې جګړه په زالنجي کې سخته شوه، او لمن یې ان د دارفور شطایه سیمې ته وغځېده.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، چې امنیتي وضعیت تر نسبي ښه کېدو وروسته یوځل بیا خراب شوی او دواړې قبیلې له یوې او بلې د غچ اخیستو په تکل دي.

عیني شاهدان وايي، حکومتي چارواکو سیمې ته پوځيان استولي، چې د لانورې ممکنه مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو ویلي، دارفور کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ ښوولی و.

وړاندې د حکومتي ځواکونو او یاغي ډلو ترمنځ هم شخړې او جګړې شوې وې، چې له کبله یې تر ۳۰۰ زرو ډېرې کورنۍ د روان کال په لومړیو کې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې.

ورته مطالب