پېښور: جومات کې ځانمرګي برید ۱۵ کسان وژلي

Image caption تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

د خیبر پښتونخوا پېښور شیعه ګانو یوې مدرسې په جومات کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۵ کسان وژلي او تر شلو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

د پېښور پولیسو ویلي، برید د څمکنیو ګلشن کالونۍ د شیعه ګانو په جومات کې شوی.

د پېښور یوه لوړپوړي پولیس افسر شفیع الله د پېښې په ځای کې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "په دې ځانمرګي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان دي".

نوموړی وايي، چې "ځانمرګي برید کوونکي لومړی پر ساتونکي ډزې کړې، او بیا جومات ته ننوتی دی، او هلته یې د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان چوولی دی".

د پېښور پولیسو دوو نورو چارواکو شوکت خان او عمران شاهد هم منلې ده چې په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي.

د پېښور روغتون یوه چارواکي ويلي، چې دوی ته اووه مړي ور وړل شوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او په جوماتونو کې یې د لمونځ کوونکي وژنه له اسلام سره ښکاره دښمني بللې ده.

که څه هم تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا نه دی منلی، خو په وروستیو کلونو کې پر شیعه ګانو لا له وړاندې منظم مرګوني بریدونه شوي دي.

د سولې خبرې

دا برید ایله څو ورځې وروسته تر هغه شوی، چې امریکايي چارواکو له افغان طالبانو سره د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې په تړاو خبرو ته چمتووالی وښود.

شیعه ګان د پاکستان د ټول ټال وګړو ۲۰ سلنه جوړوي، چې تر ډېره د وسله والو طالبانو او القاعدې له بریدونو په وېره کې دي.

پر شیعه ګانو تر ډېره د بلوچستان مرکز کوټې شاوخوا سیمو کې بریدونه شوي.

پر شیعه ګانو د ځینو مرګونو بریدونو مسؤولیت سني سخت دریځې "لشکر جنګوي" ډلې پرغاړه اخیستی.

پر شیعه ګانو تر ټولو وروستی او مرګونی برید د بلوچستان کوټې ښار سوېل لوېديځ کې و، چې لږترلږه ۲۵ کسان په کې ووژل شول.

د جمعې په ورځ وختي پاکستاني چارواکو ومنله، چې له افغان پولې سره نژدې باجوړ کې د حکومت پلوې ملېشې دوه پوځيان پخپلو کورونو کې د وسله والو له خوا وژل شوي.

د باجوړ یوه چارواکي عبدالحسیب وویل، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ناوخته لسګونو په وسلو سمبالو اورپکو د باجوړ پر خار ښار برید وکړ.

پاکستان له څو کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه قبایلي سیمو کې په کور د ننه له یاغي طالبانو او اورپکو سره په جګړه کېوتلی دی.

ورته مطالب