د نړۍ له ٪۳۵ ښځو سره تاوتریخوالی شوی

Image caption ۳۸٪ سلنه ښځې چې وژل شوې، مرګ يې د خپلو شريکانو په لاس شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان يوه نوې څېړنه ښيي د ټولو ښځو ۳/۱ يې د فيزيکي يا جنسي تاوريخوالي قربانيان دي.

د روغتيا نړيوال سازمان چې دغه مساله يې د وبايي کچې عامه نړيواله روغتيايي ستونزه بللې، ويلي تاوتريخوالي د ښځو پر فيزيکي او عقلي روغتيا اوږدمهاله اغېز لرلی، او د قربانيانو ملاتړ او هم په خپله د دغه تاوتريخوالي مخنيوي لپاره لا ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ده.

دغه څېړنه د نظافت او استوايي درمل لندن پوهنتون او جنوبي افريقا طبي څېړنې شورا له لوري شوې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي دا په ټولو هغو هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې څېړلو او غونډولو لومړۍ څېړنه ده، چې په دې اړه معلومات لري.

د ژوند شریکان

موندنې ځوروونکې دي، چې وايي د نړۍ لروبر ۳/۱ ښځې له تاوتريخوالي يا جنسي تېري سره مخامخ کېږي.

د تېرې دغه ډول پېښې تر ډېره د اړيکو چوکاټ کې کېږي، ۳۰٪ سلنه ښځې د داسې تاوتريخوالي قربانيانې دي چې د خپلو شريکانو له لوري ورسره مخامخ کېږي.

۳۸٪ سلنه ښځې چې وژل شوې، مرګ يې د خپلو شريکانو په لاس شوی دی.

راپور ښيي دغه حالت د ښځو پر اوږدمهاله روغتيا اغېز پرېږدي.

د تاوتريخوالي قربانيانې دوه برابره کېدی شي له خپګان ورنځېږي، دوی تر ډېره کېدی شي له جنسي پلوه لېږدونکو ناروغيو اخته شي، او تر ډېره کېدی شي د زېږېدا پر وخت کم وزنه ماشومان ولري.

که څه هم په کچه کې توپېر ليدل کېږي، خو دغه ډول تاوتريخوالی هر چېرې ترسره کېږي.

په افريقا کې ۴۵٪ سلن ښځې له تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي، په جنوبي اسيا کې ۴۰٪ سلنه، په شمالي او جنوبي امريکا کې ۳۶٪ سلنه او په اروپا کې يې کچه ۲۷٪ سلنه ښوول شوې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي دغه شمېرې د وبايي انډول روغتيايي ستونزه جوړوي.

راپور وايي د قربانيانو لپاره د ښې پاملرنې او هم يې تر شا د ټولنيزو او کلتوري عواملو سره په چلن د دغه تاوتريخوالي مخنيوي په موخه نړيوالو هلو ځلو ته بيړنۍ اړتيا ده.

ورته مطالب