هند کې سېلابونو نژدې '۱۰۰۰' کسان وژلي

Image caption د اتراکهنډ ایالت یوه وزیر ویجې بهوګونا بي بي سي ته وېره وښوده، چې شاید د وژل شویو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسېږي.

د هند په شمالي ايالات اتراکهنډ کې چارواکي وايي دا اوونۍ د تېز سېلاو او خټو ښووېدو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ښايي ۱۰۰۰ ته ورسېږي.

تر اوسه پتېيل شوې چې تر ۶۰۰ ډېر کسه مړه شوي دي.

زرګونه کسان لا هم د دغه ايالت په درو کې تر اوبو لاندې او يا هم ورک دي.

سړکونه، پلونه او کورونه په بشپړ ډول سيلاوونو وړي دي.

د ژغورنې چارې د اورښتونو له امله يو څه ځنډنۍ شوي دي.

ژغورونکي هڅه کوي، چې خلک له دغو سیمو د الوتکو په مټ راوباسي.

د روان کال په لومړیو کې هند کې سېلابونه راوتلي وو، چې ویل کېږي، په تېرو ۶۰ کلونو کې یې ساری نه درلود.

د اتراکهنډ ایالت یوه وزیر ویجې بهوګونا بي بي سي ته وېره وښوده، چې شاید د وژل شویو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسېږي.

نوموړي د هند د کورنیو چارو د وزیر سهیل شینده دا ادعا رد کړه، چې ګني د ژغورنې هڅې او فعالیتونه د نه همغږۍ له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

پر همدې مهال، چارواکو ویلي، چې د کیدارنات هندو معبد سخت ویجاړ شوی او هلته لاهم ژغورونکي د مړو په لټون بوخت دي.

په ریشکیش ښار کې د بي بي سي خبریال نیتین سریواستاوا وايي د ژغورندویو ډلو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دا دی چې دغه یوه غرنۍ سیمه ده او هوا هم هلته تل خړه پړه او خرابه وي.

Image caption د ځمکې او هوا له لارې د ژغورنې چارې دوام لري.

د سېلابونو په قربانیانو کې ګرځندوی او عبادت کوونکي هم دي، چې د سېلابونو پرمهال د پلونو پر سر، کورونو او سړکونو ولاړ وو.

ګڼو سېلاب ځپل شویو حکومت په بې پامۍ تورن کړی او د ورکو شویو او وژل شویو خپلوانو د حکومتي ودانیو مخې ته لاریون کړی.

حکومت وايي، چې تر ۳۳۰۰۰ ډېر خلک یې ژغورلي دي.

د هند لومړي وزیر منموهن سنګ دا ډېر ناوړه وضعیت بللی او د ښار له ځپل شویو او اغېزمنو شویو سره یې د ۱۰ میلیارد هندي کلدارو (۱۷۰ میلیون ډالر) مرستې ژمنه کړې.

ورته مطالب