ولې قطر له طالبانو سره خبرو ته غوره ځای وبلل شو؟

Image caption تېره اوونۍ طالبانو ته د قطر دوحه کې دفتر پرانیستل شو.

افغانستان کې د امریکايي تر نژدې ۱۲ کلن یرغل او په دې هېواد کې له مرګونې جګړې وروسته، بالاخره له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو وخت رسېدلی، خو د دغو خبرو لپاره ولې قطر غوره شوی دی؟

زموږ همکار داود اعظمي، چې دا مهال د قطر دوحه کې دی، دې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه کړې ده.

قطر ته د طالبانو د سولې مرکچیان په پټه درې کاله مخکې رسېدلي وو، چې له لوېديځو چارواکو سره د جوجاړي او پخلاینې خبرو ته لاره هواره کړي.

دوی پوهېدل، چې امریکایان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته باید د خپل مخ د اوبو ساتلو په خاطر دغه هېواد ته نسبي سوله راولي.

د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې، طالبانو طالبانو د امریکا له متحدو ایالتونو سره د سولې هغه خبرې وځنډولې، چې د بندیانو پر تبادلې څرخېدې.

طالبانو تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له ګوانتانامو زندانه د پنځو جګپوړو طالب بندیانو د خوشي کېدو په مقابل کې دوی د هغه امریکايي بندي سرتېري باو بیرګدال خوشي کولو ته حاضر دی، چې په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو نیولی او له دوی سره بندي دی.

خو په قطر کې د طالبانو استازي او د هغوی فعالیتونه په تدریجي ډول ډېرېدونکي دي. اوس قطر کې د طالبانو تر شلو ډېر جګپوړي عناصر له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

د تېرو دوو کلونو په درشل کې، طالبانو له قطر څخه خپل استازي جاپان، فرانسې او جرمني ته د افغانستان په تړاو جوړو شویو کنفرانسونو ګډون ته ولېږل. په وروستیو کې طالبانو ایران ته هم یو پلاوی استولی و.

همداشان، قطر کې د طالبانو مېشت عناصر یوازې د افغانستان د طالبانو استازیتوب کوي، چې مشري یې د ملا محمد عمر پرغاړه ده. خو د پاکستاني طالبانو استازي هلته نه شته.

ښاري کتنه

قطر ته د طالبانو د دفتر نژدې ټول استازي له پاکستانه تللي. داسې رپوټونه هم شته، چې ځینو یې په تېرو دوو کلونو کې د قطر او پاکستان ترمنځ سفرونه هم کړي دي.

قطر کې د طالبانو دغه استازي په ټوله کې خپل فعالیتونه محدود ساتي او د خلکو پروړاندې ډېر ځانونه نه ښيي.

خو دا چې دوحه یو کوچنی ښار دی، هلته نژدې شپږ زره افغان کارکوونکي او سوداګر مېشت دي.

ګڼو کسانو راته وویل، چې زیاتره وخت دوی د طالبانو استازي په ګاډو کې ویني، پر واټونو ګرځي بازارونو او جوماتون ته راوځي.

دوحه کې د افغانستان سفارت یوه دیپلومات د دوحې یوه سوداګریز مرکز کې د طالبانو له یوه استازي سره د مخامخېدو کیسه خپره کړې ده.

Image caption قطر کې د طالبانو دغه استازي په ټوله کې خپل فعالیتونه محدود ساتي او د خلکو پروړاندې ډېر ځانونه نه ښيي.

دی وايي چې "هغو دوو ماشومانو ته ورنژدې شوم، چې پښتو ژبه یې خبرې کولې".

دی زیاتوي: "هڅه مې وکړه، چې له دغو ماشومانو سره مل سړی وپېژنم، خو ځان یې رانه ګوښه کړ او د خپل ځان په اړه له معلوماتو ورکولو په څنګ تېر شو. ما ترې وپوښتل، چې: ایا ته د مقابل لوري کس یې؟ مخ یې له شرمه سور شو او سم لاسي له مارکیټه ووت".

دغه افغان دیپلومات دا هم ویلي چې "د طالبانو عناصر د نورو افغانانو په څېر دي، د افغانستان سفارت ته د خپلو نویو زیږېدلو بچیانو د راجستر او خپلو اړینو لاسوندونو د نوي کولو لپاره راځي".

قطر کې اوسېدونکی یو افغان سوداګر ځدراڼ دروېش وايي "دوی د دوحې په ښکلو کورونو کې اوسېږي، چې لګښتونه یې قطریان ورکوي، دوی رښتیا هم د ملګرتیا ځانګړنې لري".

"د طالبانو د تحریک یوه غړي یوځل راته وویل چې اوس له دېرش کلنې جګړې ستړی شوی، او غواړي چې په یوه ارامه ځای کې خپل کور کې ژوند وکړي".

د تېرو څو کلونو په درشل کې، د افغانستان حکومت او لوېديځو ملاتړو یې هڅه کوله، چې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي، خو د طالبانو هېڅ دقیقه پته یې ونه لګوله، او نه هم د هغوی له مشرانو په سمې اړیکې نیولو وتوانېدل.

د باور د فضا رامنځ ته کولو د هڅو په لړ کې، افغانستان کې د سولې د عالي شورا له دندو یوه دا هم ده، چې د طالبانو د مشرانو او د سولې بهیر کې ښکېلو کسانو ته د ساتنې لپاره خونيتوب پیدا کړي، او دوی ته دایمي پتې ومومي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په ۲۰۱۰ کال کې د لویې جرګې تر جوړېدا وروسته جوړه شوه، چې قومي مشرانو او د ولس استازو ګډون په کې کړی و.

د جرګې دنده دا وه چې له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرو ته لاره هواره کړي.

افغان حکومت لېواله وو، چې د سولې لپاره ترکیه او سعودي عربستان کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شي؛ ځکه چې دغه دواړه هېوادونه له کابل سره ډېر نېک اړیکي لري.

"دوستانه اړیکي"

خو د طالبانو لپاره قطر یو بې پرې هېواد ګڼل کېږي. طالبان هیله لري چې قطر له ټولو غاړو سره مساوي او ښه اړیکي لري، او په اسلامي نړۍ کې یې هم خپل ځای ساتلی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو هم د طالبانو له دې غوراوي سره موافقه کړې ده.

افغان چارواکي وايي، چې ولسمشر حامد کرزي په وروستیو کې د قطر دفتر جوړېدو لپاره د هوکړې سر ښورولی دی.

ولسمشر کرزی نه غواړي، چې له دغه دفتره دې د نورو فعالیتونو لپاره ګټه واخیستل شي، لکه له نورې نړۍ سره د طالبانو د اړیکو پراختیا، د طالبانو د عناصرو ګومارنه او یا د خیراتونو راټولول.

که هره غاړه وي، د قطر د ننه یې د سولې د ملاتړ لپاره خپل دلایل وړاندې کړي:

د امریکا متحده ایالتونه لېواله ده، چې له طالبانو سره د خپل بندي سرتېري باو بیرګدال د خوشي کولو په مقابل کې د طالب بندیانو د تبادلې پر سر جوړجاړي ته ورسېږي.

خو طالبان بیا غواړي، چې ګوانتانامو کې یې خپل پنځه مهم بندیان خوشي شي، همداشان له پاکستان سره د خپلو اړیکو د ورو- ورو کمولو په درشل کې هم دي.

د افغانستان حکومت بیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د فاصلې ډېرولو په هڅه کې دی، او غواړي، هغو طالب غړو ته د خوندیتوب ضمانت برابر کړي، چې د سولې په خبرو کې ګډون کوي، خو د پاکستان له وېرې چوپه خوله پاتې دي.

د پاکستان حکمت هم د لوبې یو بل اړخ دی، او ظاهراً ښيي، چې طالبان د قطر دفتر پرانیستلو کې خپلواک دي.

په پای کې، د قطر حکمت هم ټينګار کوي، چې د طالبانو مشران د مېلمنو په توګه ورغواړي، او د ناروې په همکارۍ او منځګړیتوب سره د روانې شخړې لپاره پای ومومي.

قطر یو له هغو درېیو هېوادونو نه دی، چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال (۲۰۰۱-۱۹۹۸ ) یې د طالبانو تحریک په رسمیت پېژندلی وای.

هغه مهال پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی و.

خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی چارواکی په دې اند دی، چې قطر لاهم له طالبانو سره "دوستانه" اړیکي پالي.

د طالبانو د حکومت تر ړنګېدا وروسته یې مشرانو هېڅ د سر سیوری او امن ځای نه مونده.

ډېرو کمو طالب مخکنیو چارواکو قطر ته پناه یووړه، او د ګڼو یې په پټه کې د پناه غوښتنې درخواستونه رد شول.

د ردېدو یو لامل یې دا هم و، چې د ګڼو طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو او امریکا په تور لست کې و، او یا دا چې امریکا یې د نیولو او عدالت ته د سپارلو په لټه کې وه.

"عربي کسینجر "

پر دې سربېره، د طالبانو ځینې عناصر قطر او ځینو نورو خلیجي هېوادونو- لکه متحده عربي امارات، سعودي عربستان- ته د عادي کارکوونکو او یا سوداګرو په پلمو په سفر کولو وتوانېدل.

خو دغه د طالبانو مشهور مشران یا جنګیالي نه وو، همدا وه چې خلیج کې دوی هم د عادي افغانانو په څېر اسانۍ عادي ژوند غوره کړ.

نژدې دوه کاله مخکې، له کابله قطر ته د ګوانتانامو مخکنی بندي او پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د طالبانو سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ولېږدېده، ضعیف یوازې د دې لپاره هلته له خپلې کورنۍ سره ولاړ، چې له تورو نړیوالو لستونو یې نوم راووځي.

قطر هغه خلیجي هېواد دی، چې ډېری وګړي یې سني دي، او د الجزیرې مشهور تلوېزیون هم له دغه هېواده خپرونې لري.

قطر د ګڼو لویو نړیوالو شخړو د غوڅولو په برخه کې کوربه توب کړي، چې د سودان د دارفور شخړه او د فتح او حماس فلسطیني ډلو ترمنځ د شخړو هواری یې د بېلګې په توګه یادولی شو.

همدارنګه قطر د عرب پسرلي د پاڅونونو په باب او د لیبیا او سوریې د وسله والو پاڅونونو ملاتړ هم کړی.

رپوټونه وايي، چې د قطر یو شپیته کلن شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، غواړي خپل زوی تمیم حمد آل ثاني ته وسپاري.

تمیم په دیپلوماتیکو فعالیتونو شهرت لري چې رسنۍ یې "عرب هنري کسینجر" بولي.

ورته مطالب