د قطر امير شيخ حمد واک خپل زوی تميم ته سپاري

Image caption شيخ تميم (کيڼ) د شيخ حمد (ښی) له خوا په ۲۰۰۳ کال کې ولی عهد وټاکل شو

ټاکل شوې د قطر امير شيخ حمد بن خليفه ال ثاني واک خپل زوی شيخ تميم بن حمد ال ثاني ته وسپاري.

د قطر امير ماڼۍ نه يوې خپرې شوې اعلاميې کې ويل شوي قطريانو ته به بلنه ورکول کېږي چې د چارشنبې پر ورځ له نوي امير سره بيعت وکړي.

ټاکل شوې شيخ حمد نن سې شنبه د سهار اتو بجو خپل ولس ته وينا وکړي.

له څو ورځو راهيسې داسې ګونګوسي خپاره شوي چې ۳۳ کلن شيخ تميم د خپل ۶۱ کلن پلار ځای ناستې ته چمتو والی نيسي.

قطر مېشتې الجزيرې ټلوزيون ويلي چې شيخ حمد "واکمنې کورنۍ او د مشرتابه سلاکارانو" ته خپله پرېکړه د دوشنبې پر ورځ اورولې ده.

د امير ديوان يا دفتر وروسته اعلان وکړ چې شيخ حمد او شيخ تميم به دواړه د سې شنبې پر ورځ ولس ته د امير له وينا وروسته قطري وګړيو سره ګوري.

اټکل دی په کابينه کې هم بدلونونه راشي، او کېدی شی ځوان وزيران پر دندو وګومارل شي.

دا لا څرګنده نه ده چې له اوږدې مودې پر دنده لومړی وزير شيخ حمد بن جاسم ال ثاني چې د بهرنيو چارو وزير هم دی، له دندې ګوښه شي که څنګه؟

قطر له نژدې ۱۵۰ کلونو راهيسې د ال ثاني کورنۍ تر واکمنۍ لاندې دی.

شيخ حمد په ۱۹۹۵ کال کې په يوه سپينه کودتا کې د وسله والو ځواکونو، کابينې او هم ګاونډيو هېوادونو په مرسته له خپل پلاره واک واخيست.

له هماغه راهيسې دغه امير د ځينې سياسي او اقتصادي ازاديو تګلارې پلې کړې، او په تېرو څو کلونو کې يې قطر په سيمه کې په يو ستر لوبغاړي بدل کړ.

په ۲۰۰۳ کال کې يې شيخ تميم ، چې دوهم زوی او له دوهمې ښځې شيخه موزه بنت ناصر يې زېږولی، خپل ولي عهد وټاکه.

ده يې د خپل مشر ورور شيخ جاسم بن حمد ال ثاني ځای ونيو.

څېړونکي وايي بريتانيا کې زده کړی شيخ تميم چې د وسله والو ځواکونو مرستيال قوماندان هم دی، داسې نه ښکاري چې د خپل پلار له تګ لارو واوړي.

په بهرنۍ تګلاره کې به د اټکل له مخې د خليج دغه کوچينی امارت له لوېديځ سره خپله ملګرتيا وساتي، په داسې حال کې چې په همدې وخت کې به په سوريه او نورو عربي هېوادونو کې د فعاليت دريځ پرمخ بيايي.

Image caption د افغان طالب غورځنګ له امريکا سره خبرو لپاره خپل لومړی دفتر د قطر پلازمېنه دوحه کې پرانيست

خو بيا نوی امير به د قطر له ځينو خليجي ګاونډيانو سره ترېنګلې اړيکې په ميراث اخلي، په تېره بيا بحرين او عربي متحده امارت، چې سيمه کې د اغېز څښتن اسلامي غورځنګ، اخوان المسلمين سره د قطر اړيکو په غوسه کړي دي.

دغه امارت زيار ايستلی چې خپل ډيپلوماټيک اعتبار او دريځ له دې نور هم زيات کړي.

تېره اوونۍ د جون پر ۱۸ مه د افغانستان طالب غورځنګ خپل لومړی دفتر د دغه هېواد پلازمېنه دوحه کې پرانيست، چې له مخې يې له امريکا سره د سولې خبرو ته لار هواره شي.

ورته مطالب