د امریکا د استخباراتو پخوانی کارکوونکی ورک دی

Image caption مسکو او هانگ کانگ دواړو د ښاغلي سنوډن د سپارلو په اړه د امریکا د غوښتنې په ځواب کې ویلي د دغه اقدام لپاره امریکا اړين قانوني پړاونه نه دي بشپړ کړي.

د امریکا د استخباراتو پخوانی کارکوونکی ایډورډ سنوډن چې د ټېلېفوني مکالمو او انټرنیټي فعالیتونو د څار په اړه یې د امریکا پټ پروګرام په ډاګه کړ تري تم شوی دی.

ټا کل شوې وه چې ښاغلى سنوډن اکوادور ته چې له هغه هېواده يې سياسي پناه غوښتنه کړې سفر وکړي.

په مسکو کې لسگونه خبريالان په هوايي ډگر کې د ښاغلي سنوډن ليدو ته په انتظار وو خو نوموړى څرگند نه شو.

د ایډوارډ سنوډن د سپرلۍ احتمالي الوتکه له څه ځنډ وروسته له مسکو نه د کيوبا د پلازمېنې هاوانا په لور وخوځېده خو داسې برېښي چې دى په کې نه و.

ځينې سرچينې وايي هغه بلې الوتنې ته په انتظار دى او ځينې بيا داسې انگېري چې گواکې هغه وار له مخه وتلى دى.

ټاکل شوې وه چې نوموړى له هغه ځايه ونزوېلا او بيا اکوادور ته ورشي چې له هغه هېواده يې د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.

د اکوادور چارواکو د ښاغلي سنوډن د پناه غوښتنه تاييد کړې او وايي چې پر غوښتنليک يې غور روان دى.

د بندیانو راکړه ورکړه

امريکا له اکوادور سره د مجرمينو د راکړې ورکړې تړون لري خو په دې تړون کې د هغو وگړو بېرته سپارل نه راځي چې کړنې يې سياسي بڼه ولري.

ایډوارډ سنوډن تېره ورځ (د جون په ۲۳مه ) له هانگ کانگ نه وروسته له هغه مسکو ته لاړ چې امريکايي چارواکو يې د بېرته سپارلو غوښتنه وکړه.

امریکا له روسیې چارواکو هم وغوښتل چې د سنوډن نيولو او امريکا ته يې د سپارلو په لړ کې گام واخلي.

خو مسکو او هانگ کانگ دواړو وويل چې امريکا د دغه اقدام لپاره اړين قانوني پړاونه نه دي بشپړ کړي. خو امريکايي چارواکي وايي د دوى گامونه کافي وو او هغه بايد نيول شوى واى.

د جان کېري پیغور

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په دهلي کې يوې خبرې غونډې ته وویل که دا معلومه شي چې په هانگ کانگ کې ایډوارډ سنوډن ته الوتکې ته د سپرېدو اجازه ورکړل شوې ده نو دا به خامخا پر اړيکو اغېز پرې باسي.

د روسيې په تړاو چې په دغه هېواد کې د ښاغلي سنوډن د سپرلۍ الوتکې ناسته درلوده، ښاغلي کېري وويل روسيه بايد له قانوني معيارونو سره سم چلند وکړي.

Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي که دا معلومه شي چې په هانګ کانګ کې ایډورډ سنوډن ته اجازه ورکړل شوې ده چې الوتکې ته وخیژي نو دا به پر اړیکو اغیز پرې باسي.

هغه وويل په تېرو دوو کلنو کې امريکا روسيې ته اووه زندانيان سپارلي او د قانون د پلي کولو په برخه کې له روسيې نه هم د ورته اقدام تمه کوي.

ښاغلي کېري په دې هم بسنه ونه کړه او د پيغور په ډول يې وپوښتل، آيا دغه دوه هېوادونه د انټرنت د خپلواکۍ پياوړې کلا گانې دي چې ښاغلي سنوډن داسې وکړل؟

د ښاغلي کېري په ژبه ښاغلي سنوډن خيانت کړى او هيله يې څرگنده کړه چې هېوادونه به له قانوني معيارونو سره سم د هغه پر وړاندې چلند وکړي.

وړاندې د ښاغلي سنوډن مدافع وکيل ويلي و چې هانگ کانگي چارواکو د هغه موکل ته له هېواده د وتلو لارښونه کړې وه خو د چين مرکزي حکومت وايي دغۀ امريکايي وگړي په خپله هانگ کانگ پرېښى او دوى په دې برخه کې د هانگ کانگ د چارواکو د چلند ملاتړ کوي.

روسيه وايي چې دوى نه رسمي غوښتنه نه ده شوې او ایډوارډ سنوډن دوى لپاره د الوتکې يوه عادي سپرلۍ ده چې د بل هېواد په تکل د روسيې له لارې تېرېږي.

ښاغلی سنوډن چې يو استخباراتي قراردادي و، په تېره مئ کې وروسته له هغه هانګ کانګ ته وتښتېد چې د امريکا استخباراتو له لوري يې د انټرنېټ او ټېلېفونونو د څارنې جزييات خپاره کړل او وروسته بيا د دۀ له خوا له په ډاګه شویو معلوماتو څرګنده شوه چې برتانيا هم يو ورته پروگرام لري چې د امريکايي پروګرام نه هم لوی دی.

ورته مطالب