ډوبنز له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله وغږېد

ډوبنز
Image caption ډوبنز پر داسې مهال کابل او اسلام اباد ته سفرونه کړي، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبنز له کابله اسلام اباد ته رسېدلی.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان وايي، په پام کې ده، چې ښاغلی ډوبنز به د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او ځینو نورو چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اسلام اباد ته د دغه امریکايي استازي سفر هدف قطر کې د طالبانو د دفتر او روانو خبرو په اړه د پاکستاني چارواکو خبرول دي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي، چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه، بي بي سي ته وویل، چې جیمز ډوبنز لومړی د پاکستان له لومړي وزیر سره ګوري.

سرچینه وايي، شاید ډوبنز کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د لیدنې او خبرو په اړه معلومات له پاکستاني چارواکو سره هم شریک کړي.

د پاکستان د باندینیو چارو وزارت دغې سرچینې دا هم ویلي، چې قطر کې د طالبانو د دفتر پرسر لانجه به د امریکايي استازي او پاکستاني مشرانو ترمنځ د خبرو مهم ټکی وي.

د پاکستان هرکلی

د دغه وزارت ویاند اعزاز احمد چوهري مخکې ویلي وو، چې قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل کېدو په باب پاکستان همکاري کړې ده.

پاکستان قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستلو هرکلی وکړ، خو افغان حکومت بیا دوحه کې د سولې خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

خو د افغانستان سولې عالي شورا وايي ډېر ژر به قطر پلازمېنې دوحې ته خپل لوړ پوړى پلاوى استوي.

که څه هم دغې شورا د خپل پلاوي د تگ کره نېټه نه ده په ډاگه کړې، خو هيله څرګندوي پلاوی به يې د قطري چارواکو او طالبانو له باوري استازيو سره خبرې اترې وکړي چې د خبرو اترو واک ورسره وي.

د سولې د لوړې شورا مرستيال عطاء الله لودين بي بي سي ته پر دې خبره ټينگار وکړ، که چېرې د افغان حکومت وړانديزونه بيا هم له پامه وغورځول شي نو دوى به دغو خبرو اترو ته زړه ښه نه کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پر داسې مهال کابل او اسلام اباد ته سفرونه کوي، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

ځینو پاکستانی سرچینو ویلي، چې د جیمز ډوبنز او پاکستاني چارواکو ترمنځ به د خبرو یوه مهمه موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې د کمولو پر سر خبرې هم وي.

اسلام اباد ته د ډوبنز تر سفر وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې بهیر کې د پاکستان رول ستایلی و.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پیټریک وینټرل واشنګټن کې وویل چې جیمز ډوبنزبه اسلام اباد کې پر دوه اړخیزه همکارۍ هم خبرې وکړي.

ورته مطالب