د چین شینژو فضايي بېړۍ ځمکې ته راستنه شوه

ستورمزلې وانګ
Image caption ستورمزلې وانګ له فضايي بېړۍ د کوزېدو په حال کې ډېره خوشحاله وه.

د چین شينژو ۱۰ فضايي بېړۍ تر ۱۵ فضايي سفر وروسته ځمکې ته راستنه شوې ده.

په دې بېړۍ کې درې ستورمزلي هم وو.

شینژو ۱۰ د روانې میاشتې پر یوولسمه نېټه د چین له لوېديځ ګوبي بېدیا فضا ته والوته.

دا د چین په تاریخ کې فضا ته تر ټولو اوږد مزل ګڼل شوی.

د شینژو له استولو هدف دا و، چې تر ۲۰۲۰ کال مخکې فضا کې چین دایمي فضايي اډه ولري.

دغه چینايي فضايي بېړۍ د چارشنبې پر ګهیځ د چین پروخت اته بجې او اووه دقیقې د چین شمالي منګولیا کې پر ځمکه کښېناسته.

کارپوهانو د بېړۍ په راکوزېدو سره ژر د بېړۍ منځ ته ورننوتل چې د ستورمزلو وضعیت وګوري.

کله چې د قوماندې مرکز ته د ستورمزلو د سلامتۍ وویل شول، ټولو کتونکو له خوشحالۍ چکچکې وکړې.

د دغه سفر مشري هایشینګ کوله، چې وانګ یابینګ او زانګ شیاو ګوانګ هم ورسره ملګري وو.

Image caption فضا ته په استول شوې درې کسیزه ډله کې یوه ښځه هم وه، چې له فضا نه به پر ځمکه محصلینو ته د فضا په اړه درس ورکړ.

وانګ تېره اوونۍ له فضا څخه چینايي ماشومانو ته لکچر هم ورکړ، او دوی ته یې د جاذبې د نشتوالي په حالت کې د بېلابېلو موادو د کارولو په اړه معلومات ورکړل.

د چین ولسمشر شي جین پینګ له درېیو ستورمزلو سره په تیلې فون خبرې وکړې او دوی ته یې وویل چې ''د فضا د تللو خوب هېڅ هېرېدونکی نه دی، دا د لوی چین یو رښتیا شوی خوب دی. د چین ولس به د فضا په اړه لانور ګامونه واخلي''.

چین په ۲۰۰۳ کې د لومړي ځل لپاره فضا ته انسان واستاوه، او له هماغه راهیسې یې لسګونه انساني ډلې استولې، چې وروستۍ هغه یې په ۲۰۰۸ کال کې وه.

چین هوډ لري، چې سپوږمۍ ته هم د سفر کولو امکانات برابر کړي.

چین په ۱۹۹۰ کال خپل فضايي پروګرام پیل کړي، چې له روسي ټکنالوژۍ یې په کې ګټه اخیستې وه.

ورته مطالب