د چین شینجیانګ اړدوړ کې ۲۷ کسان وژل شوي

Image caption دا پېښې د چین له بېدیايي ښار توبان نژدې ۱۰۰ کیلومتره لیرې شوې.

چینايي رسمي خبري اژانس ویلي، چې د دغه هېواد په لوېديځ شینجیانګ ولایت کې د اړدوړ او پولیسو په ډزو لږترلږه ۲۷ کسان وژل شوي.

رپوټ وايي، مخکې له دې چې پولیس لس اړدوړ جوړوونکي په ډزو ووژني، هلته ۱۷ کسان وژل شوي وو.

د چین خبري اژانس وايي، پولیسو پر هغو اړدوړ جوړوونکو ډزې وکړې، چې په چړو سمبال راوتلي وو.

سرچینې دا هم ویلي، چې په دغه اړدوړ او ډزو کې ګڼ کسان ټپیان شوي هم دي، چې بیا روغتون ته استول شوي.

دا پېښې د چین له بېدیايي ښار توبان نژدې ۱۰۰ کیلومتره لیرې شوې.

په تېر اپریل کې هم د دغه ولایت په هغه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، تاوتریخجنو پېښو کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي وو.

د چین شینجیانګ د نورو سیمو په پرتله ډېر نارامه دی، چې وخت ناوخته ترې د قومي شخړو او د اویغور مسلمانانو او هان چینایانو ترمنځ د نښتو خبرونه ورکول کېږي.

له دغې سیمې کره او دقیق رپوټونه ډېر ګران دي، ځکه چې هلته له دغه ځایه هر راز معلومات ورکول ډېر دقیق څارل کېږي.

د شینجیانګ له مرکز تقریباً ۲۰۰ کیلومتره لیرې د توربان دغه لیرې ښار کې تر ډېره مسلمانان کړول شوي دي.

د چین خبري اژانس شینخوا د ځايي چارواکو په حواله ویلي، چې اړدوړ جوړوونکي خلک او پولیس سره نښتي دي.

شینخوا پخپل راپور کې د وژل شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی، او نه یې هم د اړدوړ راپورته کېدو سبب په اړه څه ویلي.

په ۲۰۰۹ کال کې نژدې ۲۰۰ کسان –چې ډېری یې د چین هان قوم وو- هغه مهال ووژل شول، چې ارومچي کې د هان چینايي قوم او اویغور ترمنځ اړدوړ پر مرګونو بریدونو واوښت.

که څه هم حکومت د دغو وژنو پړه پر ترهګرو واچوله، او ویل نښته وروسته تر هغه پیل شوه، چې حکومتي ځواکونو په یوه ودانۍ کې د وسلو لټون پیل کړ، خو د سیمې مسلمانانو ویل، چې دوی بې موجبه ځوروي او زندانونو ته یې اچوي.

ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي وو، اړدوړ هغې یوې کورنۍ پیل کړی، چې تل یې له چاراکو سره شخړه وي.

سیمه ییزو خلکو دا هم ویلي، چې هلته حکومت په زور خلک ږیرو کلولو او ښځې د حجاب لیرې کولو ته اړباسي.

ایغور د چین د نفوس نژدې ۴۵ سلنه جوړوي.

د بیجینګ چارواکو تل د شینجیانګ تاوتریخجنو پېښو پړه د اویغور پر سخت دریځو مدافعینو اچولې ده.

د اویغور فعالین بیا بیجینګ ته د دې تور ګوته نیسي، چې ګني په زور پرې حکومت کول غواړي او د فشار له لارې یې خلک خپل تابع ګرځولي.

د شينجيانګ جغرافيايي پراخوالی د چين د ولايتونو او سيمو تر ټولو ډېر پراخ دی او څه د پاسه يو نيم مليون مربع کيلومترو ته رسېږي چې د افغانستان درې برابره کېږي .

Image caption د يوې شمېرنې له مخې د شينجيانګ د وګړيو شمېر شاوخوا څوارلس مليونو ته رسېږي چې اويغوري قوم په کې نژدې اته مليون وګړي اټکل شوی دی، په اويغوريانو پسې بيا د قزاقيانو او قيرغيزيانو شمېر هم د يادونې وړ دی .

له تاريخي پلوه د شينجيانګ سيمه په ١٩٥٥ کال کې جوړه شوې خو په ١٩٤٩ کال کې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو مخکې څو ځله په لنډ مهاله توګه له خپلواکۍ برخمنه وه، چې د ختيځ ترکستان په نامه بلل کېده. اوس هم دغه سيمې د ترک توکمه وګړيو له خوا په همدغه نامه يادېږي .

د يوې شمېرنې له مخې د شينجيانګ د وګړيو شمېر شاوخوا څوارلس مليونو ته رسېږي چې اويغوري قوم په کې نژدې اته مليون وګړي اټکل شوی دی، په اويغوريانو پسې بيا د قزاقيانو او قيرغيزيانو شمېر هم د يادونې وړ دی .

دوی د مرکزي اسيا له هېوادونو سره پياوړی کلتوري او ژبني اړيکي لري. د شينجيانګ نور وګړي د هان قوم وګړي دي چې د چين ډېری نفوس جوړوي او د شلمې پېړۍ په پنځوسمه لسيزه کې هلته لېږدېدلي، دا هغه مهال و چې بېجينګ د دغې سيمې له طبيعي سرچينو څخه د ګټې اخيستلو تابيا وکړه .

د هان توکمه چينايانو د همدغې لېږدېدنې له امله اويغوريان پر بېجينګ تور لګوي چې د دوی په ټولنه کې توکميز بدلون راولي، خو د چين دولت وايي، له هغه راهيسې چې شينجيانګ د دوی تر واک لاندې دی، ډېر پرمختګ يې کړی دی .

ورته مطالب