د پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړې ادعا شوې

Image caption شنونکي وايي، مومندو ایجنسۍ یوه غرنۍ سیمه ده چې ډېرې لوړې ژورې لري او د پاکستاني طالبانو لپاره یو خوندي ځای و.

پاکستاني طالبانو ویلي، چې د مخالفو وسله والو ډلو یې مومندو قبایلي سیمه کې د پلویانو پرضد لوی عملیات پیل کړي.

په سیمه کې د طالبانو یوه ویاند عمر مکرم خراساني اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان ته پر تیلې فون ویلي، چې د انصارالاسلام او لشکر طیبه سلګونو وسله والو د ځايي لښکرو په ملاتړ د چارشنبې پر ګهیځ د مومندو ایجنسۍ غرني جړوبي دره او شاوخوا سیمه کې لوی بریدونه پیل کړي.

خراساني دا هم ویلي، چې د مخالفانو وسله والو ډلو پلویانو د پولې بلې غاړه د سرکاڼو په شونګړې او مایه کې هم د پاکستاني طالبانو پر پلویانو بریدونه کړي.

د پاکستاني طالبانو او د مخالفو ډلو ترمنځ په سیمه کې له تېرو څو اوونیو راهیسې کړکېچ روان دی.

که څه هم ترمنځ یې د جوړجاړي خبرې وشوې، خو د یو او بل پرضد یې بریدونه دوام لري.

د طالبانو ویاند دا تور هم لګولی، چې مخالفو ډلو یې "د پاکستاني امنیتي ادارو په لسمون د دوی د پلویانو پضد لوی بریدونه پیل کړي، چې له سیمې طالبان وباسي".

خراساني دا هم وویل چې "زموږ په سلګونو وسله والو د خپل ځان د دفاع لپاره ځوابي بریدونه پیل کړي".

هغه وویل چې د مرګ ژوبلې راپورونه یې هم ترلاسه کړي، خو په اړه یې دقیق معلومات نه لري.

د طالبانو ویاند احسان الله احسان وړاندې پر لشکر طیبه او انصارالاسلام تور لګولی و، چې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ یې په ګډه مومندو ایجنسۍ کې د طالبانو پرضد د لویو بریدونو پلان جوړ کړی.

دی وايي، چې دغه کسان غواړي، دغه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

لشکر طیبې وړاندې د طالبانو پرضد بریدونو کې د ورګډېدو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې وه.

د دغې ډلې ویاند دکتور عبدالله غازي بي بي سي ته ویلي وو، چې د دوی فعالیتونه یوازې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پورې محدودې دي او مومندو کې هېڅ فعالیت نه لري.

شنونکي وايي، مومندو ایجنسۍ یوه غرنۍ سیمه ده چې ډېرې لوړې ژورې لري او د پاکستاني طالبانو لپاره یو خوندي ځای و.

دوی دا هم وايي، چې نورو سیمو کې د پاکستاني طالبانو پرضد تر پوځي عملیاتو وروسته د دوی ډېر کسان دغو سیمو ه ورغلي وو.

ورته مطالب