د کشمیر درې او جمو ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ پیل شو

Image caption کشمیر کې د اورګاډي د پټلۍ د پرانیستلو په موخه د هندي چارواکو له سفر دمخه اورپکو څو تنه پوځیان ووژل.

په هندي غاړې کشمیر کې د کشمیر درې او جمو سیمې ترمنځ د اورګاډي غزول شوې پټلۍ پرانستل شوه.

د هندوستان صدراعظم من موهن سینګ او د ګانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي دغه ۱۸ کیلومتره غزېدلې پټلۍ پرانسته.

په دې ۱۸ کیلومترو پټلۍ کې د پیر پنجال په نامه غر کې د ۱۱ کیلومترو یو تونل هم راځي چې میلیونونه ډالر لګښت پرې راغلي دی.

له دې پروژې نه هدف دا و چې د هندي غاړې کشمیر دغه سیمه د هندوستان له نورو سیمو سره ونښول شي.

تر دې وړاندې دې سیمې ته غزېدلي سړکونه به په ژمي کې د واورو د وریدو له امله بندېدل خو اوس چارواکي وايي چې دې خبرې ته پام سره یې د اورګاډي پټلۍ داسې غزولې چې په ټول کال کې به خلک کولای شي چې د کشمیر درې، جمو او مرکز سیرینګر ترمنځ تګ راتګ وکړي.

د کشمیر درې او جمو ترمنځ د اورګاډي په لومړني سفر کې هندي چارواکي د ښوونځیو له زده کوونکو سره یوځای په ۲۵ دقیقو کې د قاضي ګند په نامه سیمې ته لاړل.

مخکې له هغه چې د هندوستان صدراعظم من موهن سینګ او د ګانګرس ګوند مشره سونیا ګاندي کشمیر ته د دې پروژې د پرانستلو لپاره دوه ورځنی سفر وکړي اورپکو په یوه برید کې اته تنه پوځیان ووژل چې دا په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

په همدې حال کې بېلتون غوښتونکو دوه ورځنی اعتصاب کړی او وايي چې د کشمير لانجه په اقتصادي پروژو او بنسټیزو پروژو نه هوارېږي.

په کشمير کې چې دواړه پاکستان او هندوستان یې ادعا کوي له ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې د هندوستان پرضد وسله واله مبارزه کېږي.

په دې وروستیو کې د اورپکو فعالیتونه بیا ډېر شوي چې په ترڅ کې یې څو تنه هندي پوځیان او پولیس وژل شوي دي.

ورته مطالب