مصر: ځینو سیمو کې پوځ ځای پر ځای شوی دی

Image caption د مصر بېلابېلو ښارونو کې ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي خبرداری ورکړی چې پرله پسې نارامي يې "هېواد کې د ژوند په ټپه درولو" ګواښنه کوي.

پر ټلوېزيون خپرېدونکې يوه وينا کې چې د خپلې دندې لومړۍ کليزې په مناسبت يې کوله، ښاغلي مرسي ومنله له هغه راهيسې چې ولسمشر شوی، ځينې تېروتنې يې کړې دي.

ده ژمنه وکړه چې په دولتي موسسو کې به سمدلاسه او بنسټيز اصلاحات راولي. خو ګوتڅنډنه يې وکړه چې سياسي توپيرونه د مصر راتلونکی ګواښي:

" قطبي کېدا او سياسي اخ و ډب داسې کچې ته رسېدلی چې زموږ نوې زېږېدلې ډيموکراټيکه تجربه ګواښي او ان ټول هېواد په ټپه ولاړ حالت او ګډوډۍ سره ګواښي. او موږ ټول دا د خپل هېواد لپاره نه غواړو."

د يکشنبې ورځې پلان شويو احتجاجونو مخکې چې د ولسمشر مرسي د لرې کېدو غوښتنه کوي، د مصر بېلابېلو ښارونو کې ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د ښاغلي مرسي له وينا وړاندې د مصر شمالي منصوره ښار کې مرګونې نښتې وشوې.

د حکومت ملاتړيو او مخالفانو ترمنځ دغو نښتو پر مهال دوه کسان وژل شوي او څه د پاسه يونيم سل نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي مرسي د تېر ۲۰۱۲ کال جون پر ۳۰ مه د ولسمشرۍ په لوړه واک ته ورسېد.

دی د خپلې ولسمشرۍ لومړي کال کې له پرله پسې ناراميو او مخ ځوړ اقتصادي حالت سره لاس او ګرېوان و.

ورته مطالب