د جنوبي کوریا ولسمشره چین ته سفر کوي

Image caption ولسمشره پارک ګيون هې به له چينايي چارواکو سره د شمالي کوريا د اتومي پروګرام په باب خبرې وکړي.

د جنوبي کوريا ولسمشره پارک ګيون هې چين ته خپل څلور ورځنی سفر پېلوي او دغلته به له چينايي چارواکو سره د شمالي کوريا د اتومي پروګرام په باب خبرې وکړي.

مېرمن پارک به په هغو هڅو کې د چين د ملاتړ خپلولو هڅه وکړي چې غواړي شمالي کوريا وهڅوي د اتومي بې وسلې کولو له خبرو سره بېرته يو ځای شي.

د دې مياشتې په لومړيو کې چين وويل شمالي کوريا لېواله ده چې شپږ اړخيزو خبرو ته په بېرته ور ستنېدو دغه جنجال حل کړي.

شمالي کوريا له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دغو خبرو کې ګډون نه دی کړی.

خو څو ساعته وړاندې شمالي کوريا د يوې وينا پاڼې په خپرولو سره خپل اتومي پروګرام ارزښتناکه پياوړې سوبه وبلله.

له دې مخکې شمالي کوریا پر سویلي کوریا د پلان شویو خبرو د سبو تاژ کولو تور لګولی و. له پیونګ یانګ څخه په یوه رسمي خپره شوې اعلامیه کې پر سویل تور ولګید، چې پلان شوې خبرې یې قصداً د پلاوي د مشر د رتبې په راټیټولو په داسې حال کې له خنډ سره مخامخ کړي چې د شمالي کوریا پلاوي د سفر لپاره تیاری نیو.

په هغه رسمی بیان کې د شمال کوریا دا کړنه "ډېره بې نزاکتي" بلل شوې وه.

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې شمالي کوریا دریمه اتومي ازموینه وکړه چې ترې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خړې شوې.

شننونکو د سویلي او شمالي کوریا ترمنځ خبرې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره اړین بللي.

ورته مطالب