د امریکا سترې محکمې د همجنس بازانو واده قانوني کړ

Image caption سترې محکمې یوه تېروتنه اصلاح کړه او اوس به موږ غوره حالاتو کې ژوند وکړو. ولسمشر بارک اوباما

د امریکا د متحدو ایالتونو سترې محکمې د همجنس بازانو واده ته د هغې حیثیت ورکولو پرېکړه کړې، چې د یوه نارینه او ښځې واده ته ورکول کېږي.

د چهار شنبې په ورځ سترې محکمې هغه فدرالي قانون د اساسي قانون مخالف وباله چې واده یوازې د نارینه او ښځې تر منځ کېږي.

د امریکا کې له واشنګټن ډي سي سره سره په ۱۲ نورو ایالتونو کې د همجنس بازانو ودونه قانوني حیثیت لري، خو کله چې د همجنس بازانو جوړې له دې ایالتونو بهر وځي، نو سمدلاسه یې دغه قانوني حق له منځه ځي.

له دې سره که دوی دولتي وظیفه تر لاسه کوي، د مالیې او تقاعد ګټې هم نه شي تر لاسه کولای.

له پرېکړې مخکې د سې شنبې په شپه ډېر همجنس بازان د سترې محکمې مخې ته یو ځای شوي وو او له پرېکړې وروسته یې خوښي څرګنده کړه. دغه ځای کې د مېلې حالت و.

د سترې محکمې ودانۍ مخې ته له خپل ملګري سینډي سره موجود کریس وویل، اوس به واده وکړي او هغه حق چې یوې امریکايي کورنۍ ته ورکول کېږي، له هغه حق سره به ژوند وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ټویټر پیغام له لارې دغه پرېکړه تاریخي بللې. نوموړي لیکلي سترې محکمې یوه تېروتنه اصلاح کړه او اوس به موږ غوره حالاتو کې ژوند وکړو.

د بي بي سي خبریال برجیش اپادهیای وايي، امریکا کې همجنس بازي یوه حساسه موضوع ده.

مخکې ولسمشر اوباما د همجنس بازانو د ودونو مخالف و. خو پروسږ کال یې د دې پلوي څرګندونې وکړې.

بارک اوباما لومړی امریکايي ولسشمر دی، چې په سپینه ماڼۍ کې د اوسېدو پر مهال یې د همجنس بازانو دودونو پلویتوب کړی. اټکل کېږي، چې د دغه هېواد مخ پر بدلون سیاسي تفکر د ولسمشر اوباما فکر هم بدل کړی.

د یوې تازه سروې له مخې، ۵۵ سلنه امریکایان د هم جنس بازانو د ودونو پلویان دي او ۴۴ سلنه خلکو ورسره مخالفت کړی.

امریکا کې مخالف سیاسي ګوند جمهوریت غوښتونکي، تل د همجسن بازانو تر منځ د ودونو مخالف کړی.

دغه ګوند د پرېکړې په باب ناهیلي څرګنده کړې ویلي یې دي، چې باید دې موضوع په باب هېواد کې خبرې دوام وکړي. دوی یوه اعلامیه کې ويلي، چې یو وخت به راشي، امریکا کې به واده یوازې د یوه نارینه او ښځې په توګه ومنل شي.

ورته مطالب