مصر: د مخالف سیاسي اییتلاف احتجاج زور اخیستی

Image caption پلازمېنه قاهر کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي.

مصر کې د ولسمشر محمد مرسي د واکمنۍ له یو ه کال بشپړېدو سره سمې پیل شوې مظاهرې روانې دي.

د ولسمشر مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ د اخ وډب له پېښو وروسته امریکا خپلو خلکو ته ویلي، چې مصر ته له غیر ضروري تګه ډډه وکړي.

دغه راز امریکا پلازمېنه قاهره کې خپلو دیپلوماتانو ته امر کړی، چې که ډېر اړین نه وي، باید دغه هېواد پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مصري توکمه امریکایانو ته هم ویلي، چې احتیاط وکړي.

د ولسمشر مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ له نښتو او شخړو وروسته د امریکا حکومت دغه اعلانونه کړي.

د مصر مظاهرو کې تر اوسه د یوه امریکايي په شمول درې کسان وژل شوي دي.

د مصري ولسمشر محمد مرسي د استعفا غوښتونکو احتجاج زور اخیستی او د هغه مخالفینو د یکشنبې په ورځ د هغه د واکمنۍ یوه کال بشپړېدو پر مهال د یوې لویې مظاهرې اعلان کړی.

خو د ولسمشر پلویانو د هغه د استعفا غوښتنه رد کړې ده.

مصري چارواکي وايي، د قاهرې هوايي ډګر کې ګڼه ګوڼه د معمول خلاف ډېره ده او د اروپا، امریکا او خلیجي هېوادونو پر الوتنو د مساپرو خورا ګڼه ګوڼه ده. د دوی په وینا له دې مخکې هېڅکله له مصره د دومره ډېرو کسانو وتل نه دي لیدل شوي.

مصري چارواکي وايي يو امريکایی په الکسندريه کې وژل شوی.

د اخوان المسلمين ګوند يو وياند جهال الحداد خبرداری ورکړ چې د ولسمشر مرسي لرې کېدل کولی شي په مصر کې د دموکراسۍ له منځه تګ په معانا وي:

" که دوی غواړي ولسمشر مرسي لرې کړي، بل انتخاب يې دا دی يا دیکتاتور نظام او يا دا چې مخکینی نظام کودتا وکړي، نو که دا تحليل او تجزيه شي معانا يې دا ده چې دا به د مصر پر ډیموکراسۍ وروستی ګوزار وي."

خبريالان وايي مصريان د تاوتريخوالي د خپرېدو له امله وېرېدلي او ځينې يې خواړه او تېل زیرمه کوي.

د ولسمشر مخالفين ښاغلی مرسي تورنوي چې ګواکې د مصر ستونزې يې نه دې هوارې کړي، خو ملاتړي يې وايي هغه ته بايد فرصت ورکړل شي.

د مصر پلازمېنه قاهره کې د دغه هېواد د ولسمشر مرسي د پلویانو او مخالفینو د لاریونونوو له کبله کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي.

د ولسمشر مرسي مخالفین وايي د یکشنبې په ورځ به د ولسمشر ضد لاریون وکړي، دوی له ولسمشره غواړی، چې استعفا وکړي.

د جمعې په ورځ قاهره کې د ولسمشر مرسي پلویانو هم مظاهرې وکړې.

بل لور ته رپوټونو کې ویل شي، چې د نیل سیند ته څېرمه ختیځ ایالت کې د اخوان المسلمین ګوند د سیاسي ښاخ ازادۍ او عدالت ګوند په مرکزي دفتر کې د اخ وډب پایله کې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د اخوان المسلمین غبرګون

اخوان المسلمین د دې تشد پړه پر خپلو مخالفینو اچولې.

بل لور ته د مخالفو ګوندونو فعالان د ولسمشر مرسي د استعفا غوښتنه کوي.

دوی وايي دې لړ کې به ټول هېواد کې سوله ییز لاریونونه وکړي.

ولسمشر مرسي د مخالفو ګوندونو له لوري د استعفا غوښتنه رد کړې، خو د و خبرو وړاندیز یې کړی.

مصر کې د مخالفو ګوندونو مهم اییتلاف د ولسمشر له لوري د خبرو وړاندیز رد کړی. د مخالفو ګوندونو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی په خپله هغه غوښتنه ټینګار کوي، چې باید له وخته مخکې ټاکنې وشي.

اعلامیه کې ویل شوی، چې موږ باوري یو، لکونه مصریان به سړکونو او څلور لارو ته ووځي او د خپلو ارمانونو پوره کېدو لپاره به د جنورۍ د ۲۵ انقلاب بیا پیل کړي.

Image caption د جمعې په ورځ قاهره کې د ولسمشر مرسي پلویانو مظارهرې وکړې.

مخالف ګوندونه له دغه انقلابه د ۲۰۱۱ کال جنورۍ کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ پای ته رسېدو ته اشاره کوي.

د چهار شنبې په ورځ ولسمشر مرسي د تېروتنو اعتراف وکړ، خو د خپل فعالیت دفاع یې وکړه او د نمیګړتیاوو اصلاح کولو ژمنه یې وکړه.

له دې مخکې د خپلې واکمنۍ د یوه کال بشپړېدو پر مهال ولسمشر مرسي ویلي و، هېواد کې د شته بې باوري څرګندونې له کبله د مصر فلج کېدو وېره ده.

مرسي د ۲۰۱۲ کال د جون په ۳۰ د مصر د لومړي اسلامپاله ولسشمر په توګه وټاکل شو. د هغه د واکمنۍ یو کال د سیاسي بې باوري او مخ پر ځوړ اقتصادي حالت ښکار شو.

ورته مطالب