ولسمشر بارک اوباما جنوبي افریقا ته تللی

Image caption د بي بي سي خبریال وايي، جنوبي افریقايي چارواکي او ولس داسې وخت کې دغه هېواد ته د اوباما د سفر پرېکړه ستايي.

ټاکل شوې د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د جنوبي افريقا له ولسمشر جېکب زوما سره په داسې حال کې وګوري چې سفر يې د پخواني ولسمشر نېلسن منډيلا د ناروغۍ له امله تر سيورې لاندې دی.

د نېلسن منډېلا پخوانۍ مېرمنې وینې ویلي، چې د منډېلا روغتیا اوس ښه ده، خو لا یې هم وضعیت نازک دی.

هغې وویل، د منډېلا د نازک روغتیايي حالت له کبله باید اوباما له هغه سره له لیدو ډډه وکړي.

بل لور ته جنوبي افریقا کې د بي بي سي خبریالان وايي پرېټوریا کې د روغتون بهر کلک امنیتي تدبیرونه شوي.

جنوبي افریقا کې د توکمیز تبعیض ضد مبارزې اتل نېلسن منډېلا د جون له ۸ راهیسې سږو کې د پاړسوب له کبله روغتون کې بستري دی.

د جنوبي افریقا سیاستوال، وزیران، د منډېلا روغتیاپالان او کورنۍ غړي د جمعې په ورځ روغتون کې د هغه پوښتنې ته ورغلل.

بل لور ته د جنوبي افریقا سلګونو کسانو د متحده ایالاتونو د ولسمشر اوباما د پالیسیو ضد اجتجاج وکړ. خو د بي بي سي خبریال جېمز کوپنل وايي دغه هېواد کې ډېر خلک د اوباما پالیسیو پلويان هم دي.

د امریکايي ولسمشر الوتکه د جمعې په ماښام پرېټوریا ته نژدې یوې پوځې اډې کې کوزه شوه.

رپوټونو کې ویل شوي، چې اوباما به دې سفر پر مهال له خپل جنوبي افریقايي سیال جیکب زوما سره وویني.

دغه راز ویل کېږي اوباما به روبن ټاپو ته هم لاړ شي، چې نېلسن منډېلا په کې ۱۸ کاله بندي و.

جنوبي افریقا ته له رسېدو سره سم اوباما وویل، د دې لپاره نه دی راغلی، چې نېلسن منډېلا وځوروي او هغه هم داسې مهال، چې د هغه کورنۍ غړي د هغه د روغتیا لپاره اندېښمن دي.

Image caption بارک اوباما وویل، غواړي د منډېلا کورنۍ ته ووايي، چې د ده او امریکایانو خواخوږي او دعا ګانې له دوی سره دي.

بارک اوباما وویل، غواړي د منډېلا کورنۍ ته ووايي، چې د ده او امریکایانو خواخوږي او دعا ګانې له دوی سره دي.

د بي بي سي خبریال وايي، جنوبي افریقايي چارواکي او ولس داسې وخت کې دغه هېواد ته د اوباما د سفر پرېکړه ستايي.

له دې مخکې د پخواني ولسمشر نېلسن منډیلا لور مکازیوې ویلي و، چې که څه هم د هغه حالت ښه نه دی، خو هغه په اشارې سره د خبرې ځواب ورکوي.

هغې د خپل هېواد دولتي خبري اژانس ته ویلي" د هغه حال ښه نه معلومیږي، زه نه غواړم درواغ ووایم، خو لکه څنګه چې مې وویل، کله چې ورسره خبرې کوو، په اشارې سره ځواب راکوي او د سترګو پرانیستلو کوښښ کوي، هغه ښايی تلونکی دی، خو تر اوسه پورې هغه شته."

ورته مطالب