اوباما: منډېلا د نړۍ لپاره د الهام سرچینه دی

Image caption امریکایي ولسمشر ونه غوښتل، چې د نېلسن منډېلا پوښتنې ته ورشي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په بریتوریا کې د جنوبي افریقا له ولسمشر جاکوب زوما سره تر خبرو وروسته، ویلي چې "منډېلا د ګردې نړۍ لپاره د الهام سرچینه دی او د هغه تګلاره لاهم د یوې رڼا منارې په توګه ده.

بارک اوباما د نېلسن منډېلا له کورنۍ سره په جوهانسبرګ کې تلي او د هغه له ښځې ګراسا میشل سره یې پر تیلې فون خبرې کړې دي.

امریکایي ولسمشر ونه غوښتل، چې د نېلسن منډېلا پوښتنې ته ورشي.

نېلسن منډېلا د روانې جون له ۸ راهیسې په روغتون کې دی.

د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما ویلي چې د ۹۴ کلن منډېلا روغتیايي حالت "بد نه دی"، او هیله یې ښوولې ده، چې "ژر له روغتونه روغ رمټ ووځي".

پر همدې مهال، د سوېلي افریقا په سویتو ښار کې د اوباما د پلویانو او مخالفانو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.

دغه ښار ته اوباما تللی و، چې جوهانسبرګ پوهنتون کې ځوانو افریقايي چارواکو ته وینا وکړي.

پولیسو د اړدوړ او غوبل جوړوونکو د تیت پرک کولو لپاره ربړي ګولۍ کارولې، چې د اوباما د بهرني سیاست پرضد د پوهنتون ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو.

بارک اوباما د خپلې وینا په ترڅ کې منډېلا د الهام مصدر بللی ځکه چې په وینا یې هغه د زندان پرمهال په اوږده موده کې چوپه خوله پاتې شوی دی.

بارک اوباما وویل: "موږ باید زندان کې د هغه ۲۷ کلونو ته پام وکړو، او پر هغو ستونزو او د ژوند پر ناوړه برخې سوچ وکړو، چې منډېلا له خپلې کورنۍ او خپلوانو لیرې پاتې شوی، د دغه عزم ډېر ټینګ پاتې شوی، او تر پایه نورو ته تسلیم نه شو".

ورته مطالب