په هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ په پلووي لاریون

Image caption په هانګ کانک کې دیموکراسي پلوه لاریون کوونکي وايي دوی ته باید حق ورکړل شي چې د حکومت مشر وټاکي.

په هانګ کې په زرګونه کسان د دیموکراسۍ په پلوي لاریون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۶ کاله دمخه په همدې ورځ (د جولائ په ۱) هانګ کانګ چین ته وسپارل شو او نن یې کالیزه ده.

د لاریون ګډون کوونکي د هانګ کانګ په مشرتابه کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي او له اوسني اداري مشر نه غواړي چې واک پریږدي.

په هانګ کانګ کې دم ګړۍ چارواکي د ۱۲۰۰ غوره کوونکو له خوا ټاکل کېږي.

سي وای لیونګ چې اوس په هانګ کانګ کې د حکومت مشري کوي ویلي د هانګ کانګ حکومت ژمن دی چې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې بشپړه دیموکراسي پلي کړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې خلک به ورسره د نظر اختلافات یو خوا ته کړي.

خو لاریون کوونکي وايي د ادارې د مشر ټاکل د دوی له لومړنیو حقونو دی چې له څو کلونو راهیسي دوی ته دغه حق نه دی ورکړل شوی.

دوی وايي نور انتظار نه شي کولای.

د لاریون تنظیم کوونکي وايي تمه لري چې تر ۴۰۰۰۰۰ پورې کسان په لاریون کې ګډون وکړي.

ورته مطالب