اروپايي اتحاديې له امريکا د جاسوسۍ سپيناوى غوښتى

Image caption امريکا بايد د اروپايي اتحاديې د غړو هېوادونو د معلوماتو د ساتنې قوانيونو درناوى وکړي. سابينا لوتيسيرشنربيرگر

د فرانسې او جرمني حکومتونو له هغو ادعاوو وروسته د امريکا له متحده ايالاتونو څخه د سپيناوي غوښتنه کړې، چې د امريکا څارگرو ادارو د اروپايي اتحاديې د دفترونو جاسوسي کړې ده.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزيرلوران فابيوس وويل،که د امريکا څارگرې ادارې رښتيا هم د غونډو د خونو جاسوسي کړې وي او برېښناليکونو ته يې نفوذ کړى وي، نو دا هېڅ د منلو وړ نه ده. د جرمني د عدليې وزيرې سابينا لوتيسيرشنربيرگر وويل، دامريکا متحده ايالاتونه بايد د اروپايي اتحاديې د غړو هېوادونو د معلوماتو د ساتنې قوانيونو درناوى وکړي.

" دا هغه دليل دى، چې له مخې يې موږ دې سپيناوي ته اړتيا لرو. موږ هڅه وکړه، چې په بېلو بېلو کچو دغه سپيناوى ترلاسه کړو، دا نه شي کېداى، داهغه څه دي، چې جرمني کې يې اجازه نه شته، په ځانگړي توگه، له دليله پرته څوک نه شي کولى معلومات ترلاسه کړي، په تېره بيا دا اجازه نه شته، چې له شاتنۍ دروزارې څخه يې څوک ترلاسه کړي . "

د جرمني د يوې پارلماني ډلې غړي توماس اپيرمان بيا وويل، له متحدينو سره بايد دا ډول چلن ونه شي.

" دى وايي زه د امريکا د متحده ايالاتونو د څارگرو ادارو پر جاسوسۍ هېښ شوى يم. د متحدينو ترمنځ بايد داسې يو څه نه وي. داسې ښکاري چې، د امريکا د څارگرو ادارو د فعاليتونو څارنه له کنټروله وتلې ده . "

لوگزمبورگ هم په دې اړه توند غبرگون ښوولى دى. داروپايي اتحادېي له لوري له امريکا څخه دغه غوښتنې وروسته له هغه وشوې، چې د امریکا د استخباراتو فراري قراردادي، ازډورډ سنوډن ادعا وکړه، دامريکا څارگرې ادارې، د اروپايي اتحاديي د وزيرانو او دارنگه په ملگرو ملتونو کې د دغو هېواودنو د استازو د ټيلیفوني مکالمو جاسوسي کوي.

ښاغلي سنوډن، چې يو استخباراتي قراردادي و، په تېره مې کې وروسته له هغه هانګ کانګ ته وتښتېد، چې د امريکا استخباراتو له لوري يې د انټرنېټ او ټیلیفونونو د څارنې جزييات خپاره کړل.

ښاغلي سنوډن څو ورځې مخکې له هانگ کانک څخه ماسکو ته سفر وکړ او په پام کې و ، چې له هغه ځايه کيوبا او يا ايکواډور او ياهم ونزويلا ته سفر وکړي، خو داسې ښکاري، چې لاهم په ماسکو هوايي ډګر کې پاتې دی. روسانو ويلي ،چې نوموړی د هوايي ډگر دټرانزيټ په سيمه کې دى، خو کره ځاى يې نه دى څرگند.

ورته مطالب