لاریونیانو د اخوان المسلمین دفتر ته اور ورته کړ

Image caption یو شمېر لاریون کوونکو ویل، دوی د اخوان المسلمین حکومت نه غواړي.

د مصر پلازمېنې قاهرې کې حکومت ضد لاریون کوونکو د دغه هېواد د ولسمشر محمد مرسي د ګوند اخوان المسلمین مرکزي دفتر ته اور ورته کړی.

رپوټونو کې ویل شوي، مظاهره کوونکو په ختیځه مقاتم سیمه کې دغه ودانۍ لوټ کړه او وروسته یې اور ورته کړ.

د امنیتي مقاماتو په وینا د یکشنبې مظاهرو له پیله تر اوسه اته کسان وژل شوي دي.

له دې مخکې اپوزیسیون تحریک، چې په غوښتنه یې میلیونونه کسان په ټول مصر کې سړکونو ته ووتل، د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ولسمشر مرسي ته تر سې شنبې وخت ورکوي، چې استعفا وکړي.

د مصر پلازمېنه قاهره کې لسګونه زره کسانو تېره شپه پر سړکونو تېره کړه، دوی غواړي له دې لارې پر اسلام پاله ولسمشر محمد مرسي فشار راوړي چې له واکه ګوښه شي.

د قاهرې په تحریر میدان کې د ۲۰۱۱ کال له پاڅون راهیسې تر ټولو ګڼ شمېر کسان راټول شوي دي.

په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي له کبله د محمد مرسي د ګوند اخوان المسلمین پر دفتر برید کې د یو تن د وژل کېدو او په اسیوپ ولایت کې د څلورو نورو تنو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.

لاریون کوونکي وايی دوی د اخوان المسلمین حکومت نه غواړي، مصطفی یو له دغو کسانو دی.

غږ........ موږ دلته راغلي یو چې دغه رژیم نسکور کړو، موږ ته چا نه دي ویلي چې دلته راشﺉ، موږ ټول موټر چلونکي او د فابریکو کارکوونکي یو، موږ له خپلو کورونو په خپله راوتلي وو، چې دا رژیم نسکور کړو، موږ له اخوان المسلمین ډېر ستړي شوي یو، موږ هغوی نه غواړو یا به موږ یو او یا هغوی.

لاریون کوونکي پر ولسمشر مرسي تور لګوي چې د خپلې یوې کلنې واکمنۍ پرمهال د اقتصادي او امنیتي ستونزو په هواري کې پاتې راغلی دی. خو د مرسي پلویان وايي هغه ته باید نور وخت ورکړل شي.

د تحریر میدان احتجاج

په تحرير ميدان کې شعارونه د ساتېرۍ له سندرو نېولې تر غوسه ناکو څرګندونو پورې د بېلابېلو بڼو احتجاج بلل شوی، چې ټول په کې د ولسمشر مرسي د لرې کېدو غوښتنه کوي.

د بي بي سي خبريال وايي مصريانو له ډېرو اوونيو راهيسې د داسې ورځې په اړه خبرې کولې، چې مخالفو ډلو په کې د خپل هوډ ټټر واهه ګنې تر هغه به له دغه ځايه نه ووځی چې ښاغلی مرسي له واکه نه وی لرې شوی، او له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټولټاکنو غوښتنه کوي.

Image caption د قاهرې په تحریر میدان کې د ۲۰۱۱ کال له پاڅون راهیسې تر ټولو ډېر کسان راټول شوي دي.

خو دی زياتوی د ښاغلي مرسي پلويان بيا دې ته اشاره کوي چې دی ټاکل شوی، او وايي بايد د خپلې دندې ټوله موده پوره کړي، نو په مصرۍ ټولنه کې ريښتينی بېلتون ليدل کېږي.

مخالف فعالان وايي څه د پاسه ۲۲ مليون وګړيو يو غوښتنليک لاسليک کړی، چې د بيړنيو ټولټاکنو غوښتنه کوي. دوی لاسليکوونکي هڅولي چې تحرير ميدان ته ووځي.

ښاغلی مرسي چې له اخوان المسلمين سره تړلی، د داسې ټولټاکنو له ګټلو وروسته چې ازادې او عادلانه بلل شوې وې، د ۲۰۱۲ کال د جون پر ۳۰ مه د مصر لومړی اسلام پالی ولسمشر شو.

ورته مطالب