مرسي له اوباما سره د 'واک پر سوله ییز لېږد' غږېدلی

Image caption محمد مرسي ویلي، چمتو دی، چې له سوله ییزې لارې او د اساسي قانون پربنسټ واک پرېږدي.

د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر محمد مرسي له امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره د مصر د روان کړکېچې د ختمولو پر موضوع تیلې فوني خبرې کړې دي.

همداشان، د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټن ډیمپسي هم د مصر له لوی درستیز صدقي صبحي سره تیلې فوني خبرې کړې دي.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ پر فېسبوک پاڼې لیکلي، چې مرسي له اوباما سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې ''د واک د سوله ییز دیموکراتیک لېږد په اړه یې هڅې پیل کړې دي''.

سرچینې دا هم ویلي، چې اوباما له مرسي د لاریون کوونکو په ملاتړ مننه کړې ده.

د مصر ولسمشر دفتر ويلي محمد مرسي به د روانې سياسي ګډودۍ حل ته د ملي روغې جوړې لپاره پر خپلو پلانونو درېږي.

مرګونی سیاسي کړکېچ

دا د دغه هېواد پوځ خبرداري په اړه چې د دوشنبې پر ورځ خپور شو، د ولسمشر مرسي لومړی غبرګون دی.

د مصر ولسمشرۍ اعلاميې ويلي د پوځ خبرداري په اړه له ولسمشر مرسي سره مخکې له مخکې سلامشوره نه وه شوې، او زياته کړې يې ده د پوځ مداخله به يوازې ناسم پوهاوی زيات کړي.

پوځ د خپل هېواد سيالو سياسي ډلو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د دغه هېواد مرګوني سياسي کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي، خو دا يې رد کړې وه چې خبرداری يې دې د پوځي کودتا لپاره لار هواروي.

د يکشنبې پر ورځ چې د (جون ۳۰) مه او د ولسمشر مرسي واک ته رسېدو لومړی کليزه وه، په مليونونو مصريان پر پلازمېنه قاهره سربېره د مصر بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته ووتل او د ولسمشر محمد مرسي د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله.

Image caption د مصر پوځ اعلاميې له خپراوي شېبې وړاندې د امريکا ولسمشر باراک اوباما (چې تنزانيا ته پر سفر دی) وويل د ټولو مصريانو نظرونو ته بايد پام وشي

پراخ احتجاجونه پرون دوشنبه هم روان و، او اته تنه په کې هم مهال ووژل شول چې لاريونيانو د ګډوډۍ پېښو کې په قاهره کې د اخوان المسلمين پر دفتر يرغل وروړ، او لوټ يې کړ.

د شپې مهال د قاهرې تحرير ميدان له زرګونو خلکو ډک و، چې د ولسمشر مرسي لرې کېدو شعارونه يې ورکول. خو د پلازمېنې قاهرې نورو برخو کې بيا د ښاغلي مرسي په پلوۍ هم لاريونونه وتلي وو.

د مصر ټلوزيون بيا يوه اعلاميه خپره کړه چې د دغه هېواد د پوځ مشر او د دفاع وزير جنرال عبد الفتاح السيسي ليکلې وه. نوموړي پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې د خلک هوډ ته درناوی وکړي. اعلاميه د پوځ يو وياند له لوري لوستل کېده:

۴۸ ساعته ضرب الاجل

" وسله وال ځواکونه د ولس غوښتنو ته په ځواب کې، يو ځل بيا دا بلنه تکراروي او ټولو ته د وروستي فرصت په توګه ۴۸ ساعته وخت ورکوي چې د تاريخي شېبې بار پر غاړه واخلي، چې هېواد ترې تېرېږي.

دا به هېڅ خوا ته چې په خپلو مسئوليتونو ناغېړی کوي هېڅکله نرمي يا بښنه ونه کړي."

د پوځ دغې اعلاميې له خپرېدو سره د ولسمشر مخالفانو د خوښۍ لمانځنې کولې، خو د اخوان المسلمين د ازادۍ او عدالت ګوند يوه جګپوړي غړي ياسر حمزه ويلي د کړکېچ حل "به د اساسي قانون په چوکاټ کې وي، او پوځی کودتاګانو زمانه تېره شوې ده".

د مصر پوځ اعلاميې له خپراوي شېبې وړاندې د امريکا ولسمشر باراک اوباما (چې تنزانيا ته پر سفر دی) وويل د ټولو مصريانو نظرونو ته بايد پام وشي:

Image caption د مصر په ګڼو ښارونو کې د ولسمشر د لیرې کېدو لاریونونه شوي.

"څه چې اوس روښانه دي دا دي چې ښاغلی مرسي په ډيموکراټيک ډول ټاکل شوی و، د داسې شرايطو جوړولو لپاره چې هر کس په کې احساس کړي غږ يې اورېدل کېږي لا ډېر کار په کار دی، او دا چې حکومت ځواب ويونکی دی او استازيتوب کوي، نو څه چې موږ يې حکومت پر ترسره کولو هڅولی دا دي چې مخالفانو سره کېنې او پر دغو مسئلو په يوه سياسي بهير کې کار وکړي.

دا د امريکا دنده نه ده چې پرېکړه دې څه ډول بهير وي، خو څه چې موږ ويلي دا چې پر داسې لارو دې تګ وشي چې قانونی دي، او د قانون واکمنۍ ته پام کوي."

د مخالفانو غورځنګ ښاغلي مرسی ته د سې شنبې تر ماسپښينه وخت ورکړی چې له واکه ښکته شي، او د ولسمشرۍ نوې ټولټاکنې راوبولي، که نه نو سرکښۍ له لړۍ سره به مخامخ شي.

ورته مطالب