اخوان المسلمین: د پوځ لاسوهنه نه منو

Image caption په داسې حال کې چې پر ولسمشر له هر لوري فشار ډېر شوى او هېواد يې په سياسي گډوډۍ کې کېوتى، نوموړى د ستونزې د حل لپاره د پوځ لاسوهنه هم ردوي او وايي چې د ملي پخلاينې لپاره خپل پلان پلى کوي.

په مصر کې پر ولسمشر محمد مرسي فشار نور هم په ډېرېدو دی. په داسې حال کې چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یې پرضد پراخې مظاهرې روانې دي، د حکومت ځېنو نورو غړو یې هم استعفی کړې ده.

شپږو وزیرانو پسې، د ولسمشرۍ دفتر او د کابینې ویاندانو هم استعفی وکړه.

د دوشنبې په ورځ مصري پوځ د ولسمشر مرسي حکومت او د هغه مخالفینو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې دا روان کړکېچ دې هوار کړي.

د ولسمشرۍ دفتر په یوه وینا کې راغلي چې پوځ دې په سیاسي مسایلو کې نه ورګډېږي.

داسې نښې نښانې نه تر سترگو کېږي چې د مصر ولسمشر محمد مرسي دې د پوځ له ضرب الاجل سره سم تر راتلونکې ورځې پورې له خپلو سياسي مخالفينو سره يوۀ جوړ جاړي ته ورسيږي.

په داسې حال کې چې پر ولسمشر له هر لوري فشار ډېر شوى او هېواد يې په سياسي گډوډۍ کې کېوتى، نوموړى د ستونزې د حل لپاره د پوځ لاسوهنه هم ردوي او وايي چې د ملي پخلاينې لپاره خپل پلان پلى کوي.

بل لوري ته د ښاغلي مرسي د اخوان المسلمين گوند او نورو اسلامپالو ډلو هم د هغه ملاتړ ته ور دانگلي او د لويو غونډو او لاريونو غږ کوي.

د مشروعيت د ملاتړ په نامه د اسلامپالو د يوې ټلوالې وياند سفوت عدالغني وايي پر مشروعيت د بريد لپاره د پوځ هر راز کارېدنه نه مني.

"د ټاکنيز مشروعيت د ملاتړ ملي ټلواله چې له اخوان المسلمين او له نورو اسلامپالو ډلو جوړه ده، داسې گڼې چې مصرى پوځ د ټولو مصريانو دى. ټلواله د ځينو هغو کسانو دا هڅه ردوي چې غواړي دغه ستر پوځ د مشروعيت په خلاف وکاروي. موږ پر ټولو مصريانو چې بېلابېلې مخينې لري غږ کوو چې د مشروعيت د دفاع او حکومت نسکورولو د هڅو د ردولو لپاره په لارو کوڅو او عامه ډگرونو کې راغونډ شي."

په مصر کې اخوان المسلمين د واک پر گدۍ ناست دى چې مخالفين يې وايي د اقتصادي ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلى نو ځکه يې پرضد په پراخه کچه لاريونونو او احتجاجونو ته مخه کړې ده.

د سياسي پخلاينې لپاره پوځ ضرب الاجل ټاکلى چې سبا پاى ته رسېږي او که حکومت روغې جوړې ته په رسېدو کې پاتې راشي نو پوځ به رښتيا اقدام وکړي؟!

د مصر د پوځ يو متقاعد جنرال ايمن سلامه بي بي سي ته وويل پوځ به له خپلې خبرې په شا نه شي.

"پوځ به رښتيا د ضرب الاجل پر ورکړې پښېمانه نه شي. دغه ضرب الاجل او په کې کارول شوې ژبه د خلکو له غوښتنو سره سم دي. خو زما په اند پايله به يې گډوډي را ووځي او دا به هرو مرو په مصر کې کورنۍ شخړه رامنځ ته کړي."

د حسن مبارک د رژيم له پرځېدو نه دوه کاله وروسته اوس هم مصري ټولنه په ژوره توگه سره وېشلې ده او د ښاغلي مرسي د کابينې د غړو استعفی پر حکومت شته فشار نور هم ډېر کړى دی.

ورته مطالب