د روسیې توغول شوی راکټ قزاقستان کې وغورځېد

Image caption بایکونور مرکز قزاقستان کې روسیې د راکټونو توغولو لپاره په کرایه تر لاسه کړی.

قزاقستان کې د روسیې بایکونور فضايي څېړنیز مرکز کې یو راکټ فضا ته له توغېدو سمدلاسه وروسته وغورځېد.

په هغه هېښوونکي ویډیويي کلیپ کې، چې د روسیې ټلویزیون خپور کړی، لیدل کېږي، چې راکټ د اور په یوه غوټه له اوښتو مخکې دبیکانور فضايي مرکز د پاسه چووي.

د روسیې انټر فاکس خبري اژانس به رپوټ کې ویل شوي، چې د پېښې له کبله ښايي تر ۵۰۰ ټنو پورې هغه زهرجن تیل چې راکټ کې کارول کېږي، د پېښې سیمه کې خپاره شوې وي او سیمه اغیزمنه کړي.

پېښه کې د چا د ټپي کېدو په باب څه نه دي ویل شوي.

دغه راکټ د روسیې د ګلوناس سټیلایټ سیسټم لپاره درې سټیلایټونه له ځانه سره لېږدول.

تر اوسه د پېښې سبب معلوم نه دی. مسکو کې د بي بي سي سټیو روزنبرګ وايي دا د دغه ډول راکټ لومړۍ حادثه نه ده.

شپږ کاله مخکې یو ورته راکټ له توغول کېدو وروسته وغورځېد. دغه راز په ۲۰۱۰ کې یو ورته راکټ و نه توانېد، چې مدار ته درې لېږدول شوي سټیلایټونه ورسوي.

ورته مطالب