اېډورډ سنوډن: واشنګټن غیر قانوني اقدامات کوي

Image caption موږ هیله کوو، چې روسي چارواکي به د سفر نړیوالو قوانینو ته په پام سره دې لړ کې پرېکړه وکړي. ولسمشر بارک اوباما

د امریکا د څارګرې ادارې فراري قراردادي اېډورډ سنوډن ویلي، چې واشنګټن یې د نیولو لپاره غیر قانوني اقدامات کوي او نور هېوادونه نه پرېږدي، چې ده ته سیاسي پناه ورکړي.

اونۍ مخکې مسکو ته له رسېدو وروسته دا د نوموړي لومړنۍ څرګندونې دي.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه دیپلومات منلې وه، چې سنوډن روسیه کې د سیاسي پنا غوښتنه کړې.

بل لور ته روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که سنوډن غواړي، چې روسیه کې پنا ورکړله شي، نو د امریکا د محرمو رازونو افشا کول دې پرېږدي.

اېډورډ سنوډن د امریکا په متحده ایالاتونو کې د بغاوت په جرم تورن پېژندل شوی.

هغه ویلي د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر هغو هېوادونو فشار اچوي، چې ده د سیاسي پنا لپاره غوښتنه ورڅخه کړې.

د ویکیلیکس په وینا هغه وايي" اوباما خپل مرستیال ته لارښوونه کړې، چې باید هغه هېوادونه تر فشار لاندې وساتي، چې ما په کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې."

د یادونې ده، چې د ایکواډور ولسمشر رافاییل کوییریا ویلي، د امریکا مرستیال ولسمشر ورنه غوښتي، چې د اېډورډ سنوډن د پناه غوښتنه رد کړي.

د ایډورډ سنوډن په خبره " د یوه نړیوال مشر له لوري دغه ډول دهوکه او یا غیر قانوني تبعید انصاف نه دی، داد سیاسي تشدد پخوانۍ او کرغېړنې بېلګې دي، د دې مقصد دا نه دی، چې ما وډار کړي، بلکې مقصد یې له ما نه وروسته د نورو راتلونکو ډارول دي."

دې څرګندونو کې سنوډن ځان "بې هېواده" شخص بللی. له دې مخکې د روسیې انټرفاکس خبري اژانس خپل رپوټ کې ویلي وو، چې د سیاسي پناه لپاره د سنوډن غوښتنلیک په مسکو هوايي ډګر کې کونصل ته سپارل شوی.

انټرفاکس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه کارکوونکي کمشیو چنکو له قوله لیکلي، چې د سنوډن د سیاسي پنا غوښتنلیک د ویکیلیکس د قانون پوهانو د برتانوۍ ډلې غړې ساره هېرېسن سپارلی، چې د اېډورډ سنوډن استازیتوب کوي.

د روسیې فدرالي ګمرکاتو ادارې دغه خبرې رد کړې دي.

لاس اینجلس ټایمز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې سنوډن ۱۵ هېوادونو ته د سیاسي پنا لپاره غوښتنلیکونه سپارلي.

د ۲۳ کلن سنوډن په باب داسې ګومان کېږي، چې د جون په ۲۳ له هانګه کانګه مسکو ته ورسېد او اوس هلته د هوايي ډګر په یوه هوټل کې پټ دی.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر په یوه خبرې غونډه کې دا هم وویل، چې که سنوډن یوه داسې ځای ته ځي، چې دی په کې منل کېږي، نو په خوښۍ کولای شي، داسې وکړي.

امریکايي چارواکو د تازه وضعیت په باب تر اوسه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې ولسمشر اوباما د ټوکې په انداز ویلي و، چې واشنګټن او مسکو د سنوډن په باب په لوړ کچ خبرې کړې.

نوموړي ویلي و، موږ او روسیه د تبعید اړوند خپل منځي معاهده نه لرو، خو بل لور ته موږ پوهیږو، چې سنوډن روسیې ته له سفري اسنادو او پاسپورټه پرته رسېدلی.

د امریکا ولسمشر ویلي و، موږ هیله کوو، چې روسي چارواکي به د سفر نړیوالو قوانینو ته په پام سره پرېکړه وکړي.

ورته مطالب