د مصر موقت ولسمشر لوړه وکړه

Image caption موقت ولسمشر عدلي منصور شیبه مخکې لوړه وکړه.

مصر کې د پوځ له لوري له واکه د محمد مرسي له ګوښه کېدو وروسته د دغه هېواد د اساسي قانون د محکمې مشر قاضي عدلي محمود منصور د دغه هېواد د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د مصر پوځ د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي حکومت نسکور کړ، اساسي قانون یې معطل کړ او دغه هېواد کې یې د نویو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو اعلان کړی.

بل لور ته د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مصري پوځ له لوري د ولسمشر محمد مرسي د لېري کېدو او د دغه هېواد د ا ساسي قانون د ځنډېدو له کبله ژوره اندېښنه ښودلې.

نوموړي په یوه لیکلي پیغام کې د مصر پوځ ته ویلي چې د ټولو مصري ښځو او نارینه وو حقونو ته درناوی وکړي او پرېږدې چې د اعتراض کوونکو غږونه واوریدل شي.

ښاغلي اوباما ویلي دي، له مصر سره یې د امریکا پر مرستو د غور وړاندیز کړی.

د ملګر ملتونو سرمنشي هم د ارامتیا او مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

له دې مخکې د مصر د پوځ مشر پر یوه تلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې محمد مرسي نور ولسمشر نه دی.

جنرال عبدالفتاح السیسی وویل چې اساسي قانون ځنډول شوی او د اساسي قانون ریس د مرسي واکونه خپل کړي دي.

ده وویل: " اساسي قانون په موقتي ډول ځنډول شوى ، داساسي قانون محکمې ريس به د دې محکمې د عمومي شورا په مخکې لوړه او تر ټاکلي وخت وړاندې د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه اعلانوي ، د همدې محکمې ريس به د نوي ولسمشر ترغوره کېدو د هېواد چارې پر مخ وړي."

د وینا پر وخت له جنرال سیسی سره مذهبي او د ښاغلي مرسي حکومت مخالفې مشران ولاړ و.

ده وویل محمد مرسي په خپلو چارو کې کامیابه نه و او د مصري ولس غوښتنې یې ځواب نه کړای شوې.

په دې توګه د مصر پوځ، د دغه هېواد د خلکو په رايه ټاکل شوى لومړنى ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړ.

Image caption د پوځ تر اعلان وروسته د محمد مرسي مخالفانو خوښۍ او اورلوبې وکړې

محمد مرسي دا چاره وغندله او ویې ويل چې پوځ کودتا کړې ده.

د ولسمشر مرسي زرگونه مخالفين چې په تحرير ډگر کې سره غونډ شوي وو د دغه اعلان په اورېدو په خوشالۍ او ولولو سر شول.

د حکومت مخالفو يو مشر او د مصر وتلي سياستوال محمد البرادعي د پوځ له لوري د حکومت پرځېدا ته په غبرگون کې وويل د پوځ له دې اقدام سره به د مصريانو اساسي غوښتنې پر ځاى شي:

"دا لار نقشه د مصريانو د غوښتنو پوره کېدل تضمينوي، هغه دا چې تر وخت وړاندې ټاکنې کيږي، يوه موقته اداره رامنځ ته کيږي، په دې مودې کې به اساسي قانون تعدليږي، او په دې ډول په يو داسې دېموکراتيک قانون باندې به موږ توافق ته رسيږو چې زموږ د حقونو او ازاديو ضمانت کوي."

پوځ تر هغه څو ساعته وروسته د ولسمشر مرسي د واک د ختمېدا او د اساسي قانون د ځنډولو اعلان وکړ چې ولسمشر مرسي ته له مخالفينو سره يوۀ سياسي جوړ جاړي ته رسېدو لپاره د پوځ له لورې ورکړل شوى ضرب الاجل پای ته ورسېد.

پوره یو کال وړاندې محمد مرسي د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی و.

هغه ټاکنې د خلکو تر هغو پاڅونونو وروسته وشوې چې پخوانی ولسمشر حسني مبارک په کې له واکه لیرې شو.

ورته مطالب