د برتانیا څلورم چینل روژه کې اذان خپروي

Image caption د برتانیا مسلمانان د دغه هېواد د وګړو ۵ سلنه جوړوي.

د برتانیا ۴ تلوېزیون اعلان کړی، چې د روژمې مبارکه میاشت کې به هره ورځ پنځه وخته اذان د تلوېزیون له پردې خپرېږي.

دا لومړی ځل دی، چې د برتانیا له یوه تلوېزیون اذان خپرېږي.

د ۴ تلوېزیون په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا کار به سر له راتلونې اونۍ (د روژې پیلېدو) سره شروع شي او د روژې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

د ۴ چینل چارواکو ویلي، چې د سهار اذان به هره ورځ خپرېږي، خو نور څلور اذانونه به یې پر وېبسایټ موجود وي، خو یو بل راپور وايي، چې د پنځو وختونو اذانونه به پر تلوېزیون خپرېږي.

د دغه تلوېزیون د خبري رپوټونو مشر رالف لي ویلي، چې "اذان مسلمانانو ته ارامه ساه ورکوي، او هیله مو دا ده چې ټول اورېدونکي او کتونکي دې ته متوجه شي چې دا ډول پروګرام شته".

ښاغلی لي زیاتوي چې "شاید په دې کار سره ډېر خلک زموږ پر دې کړنې نیوکه وکړي، خو باید ووایم چې زموږ هدف همدا دی، لږکیو ته حق ورکړو".

ځوانان

دی دا هم وايي، اسلام یو له هغو دینونو دی، چې برتانیا کې یې پلویان مخ پر ډېرېدا دي او ډېری مسلمانان دلته د ځوانانو له طبقې دي، چې ویل کېږي د برتانیا نژدې نیمايي مسلمانان تر ۲۵ ټيټ عمرونه لري.

د دغه چینل مشر چارواکو دا هم ویلي چې روژه د مسلمانانو لپاره یوه ځانګړې میاشت ده، او د برتانیا مسلمانو وګړو ته په پام سره، د دغه هېواد نژدې ۵ سلنه وګړي له روژې سره تړاو لري.

په پام کې ده، چې د روژې مبارکې د سهار اذان له خپرېدو مخکې به د "رمضان کې فکر کول" په نامه یو دوه یا درې دقیقه یي فلم هم خپرېږي، چې روژې ته بېلابېلو کسانو په کې کتنې کړې دي.

په دې فلم کې د مسلمانانو د بېلابېلو قشرونو لنډې ویناوې راخیستل شوې، چې د جوماتونو امامان، کارګر، انجنیران ښځې او نارینه ټول په کې شامل دي.

Image caption په دې فلم کې د مسلمانانو د بېلابېلو قشرونو لنډې ویناوې راخیستل شوې، چې د جوماتونو امامان، کارګر، انجنیران ښځې او نارینه ټول په کې شامل دي.

دغه فلم د راګبي لوبې د مخکني لوبغاړي راشد خان له خوا وړاندې کېږي، چې برتانیا کې روژې ته د مسلمانانو چمتووالی هم په کې ښودل کېږي.

د برتانیا ۴ چینل وړاندې ځینې نور لانجمن پروګرامونه هم خپاره کړي، چې یوه بېلګه یې په ۲۰۰۸ کال کې د ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد له خوا د کریسمس په اړه پیغام و.

په دودیز ډول، د هر کال کریسمس په ورځ د برتانیا ملکه د بي بي سي له تلوېزیون خپره وینا او پیغام خپروي.

د دغه تلوېزیون له لارې د کریسمس په اړه د احمدي نژاد په اووه دقیقه ییزه وینا کې هولوکوسټ، د ښځو حقونو او د همجنس بازانو مسایلو ته اشاره شوې وه، چې له کبله یې دغه تلوېزیون ته تر درې سوه ډېر شکایتونه ورسېدل.

ورته مطالب