د سنوډن لټون: د بولیویا د ولسمشرۍ الوتکې مخنیوی

Image caption د اتریش د بهرنیو چارو وزرات ویاند وویل سنوډن په دې الوتکه کې نه و.

د بولیویا حکومت وايي، د ولسمشر ایوو مورالیس الوتکه د ځینو اروپايی هېوادونو هوايي حریم ته له ننوتلو، له دې امله منع کړل شوه چې ګومان کېده د امریکايي استخباراتو فراري کارکوونکی اېډورډ سنوډن یې لېږداوه.

دا الوتکه له مسکو څخه لاپاز ته پر لاره وه چې یو ناڅاپه د فرانسې ، پرتګال او یو شمېر نورو اروپايی هېوادونو له هوايی حریمه له ترانزیت څخه منع کړل شوه او د اتریش پلازمېنې ویانا ته وګرځول شوه او هلته کوزه شوه.

د بولیویا د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ چاک هیونکا، دا اوازه چې ګواکې سنوډن په دې الوتکه کې و لوی درواغ وبلل.

نوموړي وویل په زوره د ولسمشر د الوتکې را کوزول د هغه ژوند له خطر سره مخامخ کړی و.

غږ......... دوی وویل تخنیکي ستونزه رامنځته شوې وه، خو له چارواکو سره له خبرو وروسته موږ ته په ډاګه شوه چې ګمان کېده چې سنوډن په دې الوتکه کې دی. زه نه پوهیږم دا دروغ چاویلي و، څوک شته چې غواړي زموږ هېواد ته زیان ورسوي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزرات ویاند وویل سنوډن په دې الوتکه کې نه و.

له دې مخکې اېډورډ سنوډن ویلي و، چې واشنګټن یې د نیولو لپاره غیر قانوني اقدامات کوي او نور هېوادونه نه پرېږدي، چې ده ته سیاسي پناه ورکړي.

اونۍ مخکې مسکو ته له رسېدو وروسته دا د نوموړي لومړنۍ څرګندونې وې.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه دیپلومات منلې وه، چې سنوډن روسیه کې د سیاسي پنا غوښتنه کړې.

بل لور ته روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که سنوډن غواړي، چې روسیه کې پنا ورکړله شي، نو د امریکا د محرمو رازونو افشا کول دې پرېږدي.

اېډورډ سنوډن د امریکا په متحده ایالاتونو کې د بغاوت په جرم تورن پېژندل شوی.

د ۲۳ کلن سنوډن په باب داسې ګومان کېږي، چې د جون په ۲۳ له هانګه کانګه مسکو ته ورسېد او اوس هلته د هوايي ډګر په یوه هوټل کې پټ دی.

ورته مطالب