د مصر پوځ لخوا د ولسمشر پر کوښه کېدو نړیوال غبرګونونه

Image caption ولسمشر اوباما دامريکا اړونده ادار و ته لارښونه کړې ده، چې مصر ته د امريکا پر مرستو له سره کتنه وکړي .

د نړې مشرانو په مصر کې د وروستو حالاتو په اړه غبرگونونه څرگند کړي دي د جرمني د بهرينو چارو وزير ويلي دا د ديموکراسۍ لپاره پر شا تگ وو.

ولسمشر اوباما

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د پوځ له لوري د مصري ولسمشر محمد مرسي د لېرې کولو او د اساسي قانون د ځنډولو پر پرېکړې ژوره اندېښنه ښوولې ده. په دې اړه په خپرې شوې اعلاميې کې ښاغلي اوباما د مصر له پوځيانو غوښتي دي ، چې په ډيموکراتيک ډول يوه غوره شوي ملکي حکومت ته دواک د سپارلو په برخه کې په چټکۍ او مسوولانه ډول گام اوچت کړي . هغه دامريکا اړونده ادار و ته لارښونه کړې ده، چې مصر ته د امريکا پر مرستو له سره کتنه وکړي .

ښاغلي اوباما دارنگه له مصري پوځيانو غوښتنه کړې ده ، د ولسمشر مرسي د پلويانو په گډون د هغو کسانو غږونو اوريدلو ته وخت ورکړي، چې سوله ييز احتجاجونه کوي .

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيگ

Image caption ښاغلى هيگ وايي بريتانيا د لانجو د هوارولو د يوې لارې په توگه له پوځي مداخلې ملاتړ نه کوي

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيگ مصر کې اوسنى حالت خطرناک بللى او پر ټولو اړخونو يې غږکړى ، چې له زغم نه کار واخلي . ښاغلى هيگ وايي بريتانيا د لانجو دهوارولو د يوې لارې په توگه له پوځي مداخلې ملاتړ نه کوي ، خو له دندې د محمد مرسي د ليرې کولو په برخه کې د مصري پوځ د پرېکړې له غندلويې هم ډډ ه وکړه .

د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکېمون

Image caption ښاغلى کيمون وايي داسې يوې تگلارې غوره کولو ته اړتيا ده ،چې د ټولو مصريانو اړتياوواو غوښتنو ته ځواب ورکړ

د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکېمون مصر کې د تاوتريخوالي د مخنيوي ، آرامۍ او خبرواترو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده . ښاغلى کيمون وايي داسې يوې تگلارې غوره کولو ته اړتيا ده ،چې د ټولو مصريانو اړتياوواو غوښتنو ته ځواب ورکړي .

ښاغلي کيمون ويلي ، چې د حکومت په چارو کې د پوځيانو مداخله د اندېښې وړه ده او هرڅه ژر يې ملکي حکومت ته مصر کې دواک پرلېږدولو ټينگار کړى دى .

اروپايي اتحاديه

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ تگلارې مشرې کاترين اشټون په چټکۍ سره مصر کې ډيموکراتيکو بهيرونو ته پر گرځيدو ټينگار کړى ، چې په دې کې د ازادو او عادلانه ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو ترسره کول او داساسي قانون تصويب هم راځي .

د سعودي پاچا عبدالله

د سعودي پاچا عبدالله ويلي دي، چې د ځان او سعودي خلکو په استازيتوب د تاريخ په دې حساس پړاو کې مشري ولس او مشرتابه ته يې مبارکي وايي . پاچا عبدالله دارنگه وايي خپلو مصري وروڼو ته د هغوى د موخو په ترلاسه کولو کې له لوى خداي نه برياليتوب غواړي .

غزه کې د حماس د پارلمان غړى

غزه کې د حماس د پارلمان غړي يحيى موسى ويلي دي حماس نه غواړي چې د مصر په چارو کې لاسوهنه وکړي او نه غواړي ،چې له واکه د ښاغلي مرسي پر شړلو څه ووايي .

متحده عربي امارات

د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارووزير ډاډ ښوولى چې دمصر ستر خلک د او وړتيا لري، چې له دغو سختو شيبو واوړي ،چې مصر اوس مهال ورسره مخامخ دى .

د سوريې ولسمشر بشرالاسد

د سوريې ولسمشر بشرلاسد ويلي دي هغه څه، چې په مصر کې تيرېږي دده په وينا د سياسي اسلام ناکامي ده . هغه ټينگار کړى ،چې ټول هغه کسان به له ورته برخليک سره مخامخ شي ،چې غواړي د سياسي او تنظيمي موخو لپاره له مذ هب نه گټه پورته کړي .

ورته مطالب