د مصر د لرې کړى شوي ولسمشر محمد مرسي ژوند ليک

Image caption ښاغلي مرسي د جولايي په دويمه نېټه تلويزوني وينا کې ويلي وو چې د چا امرونه به نه مني

محمد مرسي د ٢٠١٢ کال د جون په مياشت کې واک ته رسېدلى وو، ده ژمنه کړې وه د يوۀ داسې حکومت مشري به کوي چې ټولو مصريانو لپاره به وي ، خو منتقدين يې په دې اند دي چې هغه ددې ژمنې پوره کولو کې پاتې راغى، اسلام پاله يې پرېښي چې سياسي ډگر د خپل اغيز لاندې راولي ، او ټول واک يې اخوان المسلمين ته ورکړى وو.

ددې ترڅنگ منتقدين يې وايي چې هغه په ښه توگه د اقتصادي چارو پرمخ وړلوکې هم ناکام وو، چې پلويان يې داخبره نه مني.

د جون په ٣٠ نېټه د واک د يو کال پوره کېدو نه يوه ورځ مخکښې ښاغلي مرسي يوې وينا کې خپله لهجه نرمه کړې او منلې يې وه چې تيروتنې يي کړي دي خو دا هغه وخت وو چې له وړاندي يې پر ضد مظاهرې پلان شوې وې.

په لومړي ځل د ښاغلي مرسي پر ضد د تېر کال په نومبر کې هغه وخت مخالفتونه زيات شول چې ځانته يې پراخ واکونه ورکړل . دې کې د عدليې له څارنې پرته د قانون جوړونې واک هم شامل وو . همدې گام، چې که څه هم وروسته بيرته واخيستل شو، مخالفين د ژغورنې د ملي جبهې نامه لاندې د هغۀ پرضد يو موټى کړل.

کله چې تير کال د ولسمشرۍ ټاکنې کېدى هغه وخت ښاغلى مرسي ډير مطرح شو چې د اخوان المسلمين بل مشر خيرت الشاطر اړ کړى شو چې دټاکنو د کانديتورۍ له زغله ووځي.

Image caption محمد مرسي د "تمرد" يا بغاوت په نوم احتجاجونو وروسته پوځي کودتا کې له واکه لرې شو

محمد مرسي چې هغه مهال ٦١ کالن وو په لږ توپير ٥١ اعشاريه اوه فيصده رايو ترلاسه کولو سره ټاکنې وگـټلې.

ده احمد شفيق ته ماتې ورکړه. نوموړى د هوايي ځواک پخوانى قوماندان اود پخواني ولسمشر حسنې مبارک وروستى لومړى وزير وو.

محمد مرسي د ټاکنو له گټلو وروسته د خپلواکۍ او عدالت د گوند له مشرۍ او د اخوان المسلمين د لارښودې شورا له غړيتوبه استعفى وکړه خو اړه يې ورسره درلوده.

د څو اونېو له خبرو وروسته ده خپلواکه اسلام پاله هشام قنديل د لومړي وزير په توگه غوره کړ.

.د ښاغلي مرسي يو مهم او کامياب گام د پوځ پر ضد وو، د ٢٠١٢ کال د اگست په مياشت کې هغه د وسله والو ځواکونو له مشر محمد حسين طنطاوي اود هغه د دفتر له مشره وغوښتل چې استعفى وکړي، خو په رسمي توگه يې د صلاحکارانو په دندو وساتل.

ده دغه راز د وسله وال ځواکونو د سترې شورا لخوا ټول هغه قانوني تعديلونه باطل اعلان کړل چې د ولسمشر واک يې محدودولو.

د بهرنۍ تگلارې په برخې کې هغه يو څه ستايل شوى وو. د هغه په اړه فکر کيږي چې د سيمه ايزه سيالانو په ځانگړې توگه د ايران په اړه يې يو متوازن نظر درلود. خو د سوريې په ولسمشر بشار الاسد يې څو څو ځله لوى لفظي گذارونه کړي وو، او هلته د کورنۍ جگړ ې له امله يې دمشق سره دپلوماتيکه اړيکې پرې کړې وې.

Image caption د دفاع وزير جنرال عبدالفتاح السيسي د پوځ لخوا ټاکل شوي ضرب الاجل تېرېدو وروسته د قانون د ځنډولو اود حکومت د لرې کولو اعلان وکړ

د لويديځ مشرانو هم د ٢٠١٢ کاله په نومبر کې د فلسطيني ډلې حماس او د اسرايلو ترمنځ د اوربند په کولو د ښاغلي مرسي ستاينه کړې وه.

محمد مرسي د مصر د شرقيه ولايت اوسېدونکى دى ، څلور اولادونه لري ، په اويايمې لسيزې کې يې د قاهرې پوهنتون کې انجينرۍ زده کړې کړي دي ، بيا امريکا ته د دکتورا لپاره خوزېدلى وو.

هېواد ته له ستنېدو وروسته د الزقازيق پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي ريس وټاکل شو.

هغه د اخوان المسلمين په گوند کې په چټکۍ سره په مخ لاړ اوددې گوند لارښودې شورا ته ورسېد.

ښاغلي مرسي د ٢٠٠٠ کال نه ٢٠٠٥ پورې د مصر پارلېمان کې د اخوان المسلمين د خپلواکه بلاک يا ډلې د غړي په توگه کار کړى دى ، د پارلېمان د غړي په توگه وخت ناوخت د تودو ويناو له امله د هغه ډيرستاينه کېدله.

د ٢٠١٣ کال د جولايي په دريمه نېټه د دولسمشرۍ د دورې يواځې يوه کال تېرولو وروسته د پوځ په کودتا کې له واکه لرې او ددې کرښو ترليکلو د اخوان المسلمين د ډلې په وينا هغه د پوځ لخوا توقيف شوى دى.

ورته مطالب