د کمپیوټري ماووس(موږک) موسس ومړ

Image caption د انجلبارټ فکر له خپله وخته مخکې و.

د کمپیوټري ماووس ( موږک ) موسس ډاوګ انجلبارټ د ۸۸ کالو په عمر ومړ.

انجلبارټ د ۱۹۶۰ لسیزه کې د لرګي پوټکي او دوو فلزي ګاډیو په مرسته ماووس جوړ کړ.

هغه له عامه کارېدنې ډېر مخکې دغه اله پېټنټ ( د امتیاز حق اخیستل ) کړه. نوموړي د کالیفورنیا په یوه څېړنیز انسټیټوټ کې د برېښنالیک، ورډ پروسسنګ او ویډیو، ټیلي کنفرانسونو په باب هم لومړني کارونه کړي وو.

د کمپیوټر تاریخ موزیم ته د ډاوګ انجلبارټ لور د برېښنا لیک له لارې د نوموړي د مړینې خبر ورکړ.

د هغې په وینا د پلار روغتیا یې ښه نه وه او د سې شنبې په ورځ یې د خوب پر مهال ساه ورکړه.

انجلبارټ د ۱۹۲۵ کال په جنورۍ کې د پورټ لینډ په اوریګن کې وزېږېد. د نوموړي پلار راډیو میخانیک و.

هغه له اوریګن پوهنتون څخه د برېښنايي انجنرۍ زده کړې وکړې او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د راډار تخنیکر په توګه دنده تر سره کړه.

وروسته یې له ناسا مخکینۍ ادارې، ناکا کې د برېښنايي تخنیکر په توګه فعالیت پیل کړ، خو وروسته ژر کالیفورنیا پوهنتون ته د دکتورا تر لاسه کولو لپاره لاړ.

له دې وروسته یې د اګمینټیشن په نوم خپل لابراتوار پیل کړ، همدغه لابراتوار و، چې په کې اې ار پي اې نېټ جوړ شو، چې د حکومت څېړندوی نېټ دی او وروسته یې پر مټ انټرنېټ تاسیس شو.

د انجلبارټ فکر له خپله وخته مخکې و، دا هغه زمانه وه، چې یو کمپیوټر د یوې خونې هومره ځای نیو.

نوموړي لومړی ځل ۱۹۶۸ کال کې ماووس د عامو خلکو نندارې ته په سان فرانسسکو کې وړاندې کړ.

همدلته یې ویډیويي کنفرانس وکړ او د تورو پر بنسټ یې د اړیکو په باب خپل نظر وړاندې کړ، چې د انټرنېټ لپاره اډانه وبلله شوه.

نوموړي د ماووس له پلوره ډېرې پېسې تر لاسه نه کړې، ځکه د دغې الې له عام کېدو مخکې په ۱۹۸۷ کال کې یې د امتیاز حق پای ته رسېدلی و.

اټکل کېږي، چې تر اوسه پورې شاوخوا یو بیلیون ماووسونه پلورل شوي وي.

ورته مطالب