اخوان المسلمین د محمد مرسي لرې کېدو ضد مظاهره وکړه

Image caption د اخوان المسلمین ګوند د جمعې پر ورځ خپل پلویان ‎ پراخو لاریونونو ته بللي دي.

مصر کې د جمعې تر لمانځه وروسته د اخوان المسلمین او لرې شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو د پوځ د ترسره شوي اقدام او د موقت ولسمشر په توګه د اساسي قانون د سترې محکمې د مشر ولسمشر ټاکل کېدو ضد لاریونه وکړ.

مظاهره کوونکو د مصر په بېلابېلو ښارونو کې د ''پوځي کودتا'' او موقت ولسمشر پر ضد شعارونه ورکول.

په دغو مظاهرو کې څو زره کسانو ګډون کړی و.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې هم د جمعې تر لمانځه وروسته لسګونو کسانو د لیرې کړای شوي مصري ولسمشر محمد مرسي په پلوۍ لاریون وکړ.

دغه لاریون د جمعیت اصلاح افغانستان ټولنې له خوا چمتو شوی و.

پر همدې مهال افریقايي ټولنې د پوځ له لوري له واک څخه د ولسمشر محمد مرسي د لرې کولو په غبرګون کې په دغه بنسټ کې د مصر غړیتوب ځنډولی دی. دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویېلي، تر څو چې په مصر کې له اساسي قانون سره سم نظم پر ځای نه شي، دغه هېواد د افریقايي ټولنې په هېڅ راز فعالیت کې ونډه نشي اخېستی.

تر دې وړاندې دغې ټولنې له واکه د ښاغلي مرسي لرې کول یو ناقانونه کار بللی و او د مصر پر نویو چارواکو یې غږ کړی و، چې له ټولو سیاسي ډلو سره خبرې اترې وکړي.

د جمعې په ورځ د لرې شوي مصري ولسمشر محمد مرسي پلویانو ته د سوله ییز لاریون اجازه ورکړې شوې ده.

Image caption په دغو مظاهرو کې د اخوان المسلمین زرګونو پلویانو ګډون کړی و.

دا مهال د مصر ولسمشر محمد مرسي او ګڼ نور اسلامپالي اخوانیان د پوځ په یوه توقیف ځای کې دی.

د محمد مرسي پرځای د اساسي قانون د محکمې قاضي عدلي محمود منصور د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ده وویل چې "د خلکو د ریښتینې ارادې" پربنسټ به ټاکنې کېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د اخوان المسلمین ګوند ویاند جهادالحداد یوې خبري غونډې ته وویل چې "د پوځ کودتا" غندي او سم لاسي یې د محمد مرسي او نورو نیول شویو اخوانیانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې.

الحداد دا هم ویلي چې د قانوني حکومت او ولسمشر پرضد پوځي انقلاب هېڅ بنسټ نه لري، او موقت جوړېدونکي حکومت کې موږ له ګډون کولو ډډه کوو".

د اخوان المسلمین ګوند د جمعې پر ورځ خپل پلویان ‎ پراخو لاریونونو ته بللي دي.

"کورنۍ جګړه "

بل خوا، د قانون د ګوند مشر او د محمد مرسي سخت مخالف محمد البرادعي ویلي، چې پوځ د لوی ولس په استازیتوب فعالیت کوي، چې هدف یې هېواد "له کورنۍ جګړې" ژغورل دي

البرادعي بي بي سي ته ویلي"فکر نه کوم، چې پوځ دې د واک اخیستو لېواله وي، تحریر میدان کې شل میلیونه کسان او د مصر نورو سیمو کې هم ګڼو خلکو د پوځ د مداخلې غوښتنه کوله؛ ځکه که چېرې دا کار نه وای شوی، کورنۍ جګړه پیلېده. موږ د پاڼ او پړانګ ترمنځ وو".

نوموړي پر اخوان المسلمین دا تور هم لګولی، چې ګني له مصري ولس سره په کړیو ژمنو کې پاتې راغلی"د یوه کال په اوږدو کې دوی خپله هېڅ کومه ژمنه عملي نه کړه. دوی ته دا فرصت ورکړل شوی و، چې ووايي سیاسي اسلام د پرمختګ لاره ده. خو له بده مرغه دا کار هم ونه شو".

د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې دغه مخکني مشر هیله وښوده، چې مصر ته به ژر ملکي واکمني راستنه شي، او دا یې هم لرې ګڼلې، چې ګني پوځ دې په سیاست کې رول ولوبوي:

"نن موقت ولسمشر وټاکل شو، دوو اونیو کې به ملکي حکومت جوړ شي. هیله من یم چې پوځ په سیاست کې هېڅ راې لاسوهنه ونه کړي".

خو د دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې له کړکېچه د هېواد د رایستلو لپاره پر یوه نقشه او تګلاره کار روان دی.

ورته مطالب