د شپې ارامه خوب زړه له ناروغیو ساتي

Image caption اروپايي څېړونکو ویلي چې پوره خوب د انسان پر عامې روغتیا هم مثبت اغېز لري.

اروپايي څېړونکو ویلي چې پوره خوب د انسان پر عامې روغتیا هم مثبت اغېز لري.

یوې نوې څېړنې ښوولې ده، چې هره شپه اووه ساعته خوب کول د زړه د ناروغیو او د دماغي سکتې مخه نیولی شي.

د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره اروپايي مجله کې د دغې څېړنې خپرو شویو پایلو کې ویل شوي چې سپورت کول او ښه خواړه خوړل، له سګرټو او شرابو ډډه کول د زړه د ناروغیو د مخنیوي او دماغي سکتې مخه نیسي.

خو په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د خوب پوره کول او په کافي اندازه خوب کول هم د زړه د ناروغۍ مخه نیسي.

اروپايي څېړونکو ویلي چې پوره خوب د انسان پر عامې روغتیا هم مثبت اغېز لري.

خو له نظري اړخه، خوب د هغو ناڅاپي مړینو د مخنیوي سبب هم کېږي، چې د زړه یا دماغي سکتې له کبله رامنځ ته کېږي.

هالنډ کې یوې څېړنیزې ډلې په تېرو لسو کلونو کې خپله دغه څېړنه پر څه باندې ۱۴ زرو کسانو عملي کړې، چې نارینه او ښځې دواړه په کې شامل دي.

د څېړنې په پای کې جوړه شوې، چې ۶۰۰ کسان د زړه ناروغي او یا د دماغي سکتې ستونزه لري، چې ۱۲۹ کسان یې له کبله مړه شوي.

سپورت

په څېړنه کې ویل شوي د هغو کسانو د مړینې امکان لږ دی، چې پر لاندې څلورو ښپارښتنو تر یوې اندازې عمل کوي: لومړی دا چې سپورت کوي، ښه خواړه خوري، شراب لږ یا کم څښي او له سګرټو یې ډډه کړې وي.

څېړونکي وايي، که چېرې یو انسان دغه څلور وصیتونه پام کې ونیسي، تر ۵۷ سلنې یې امکان شته، چې د زړه ناروغي ورته پېښه نه شي.

څېړنې ویلي، پر دغو څلورو سپارښتو سربېره په کافي اندازه –د ورځې اووه ساعته- خوب کول هم د زړه د ناروغیو ۶۵ سلنه خطر راټیټوي.

څېړونکي وايي، یوې بلې ورته څېړنې د لږ خوب او د زړه د ناروغۍ ترمنځ تړاو موندلی دی.

د دغې څېړنې په تعقیب سره، د ناروې د پیرګن پوهنتون یوه استاد ګریت ټېل ویلي، چې ډاکټران باید خپلو ناروغانو او میندې پلرونه باید خپل اولاد ته د خوب ګټې وښيي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي چې: "د دغې څېړنې اصلي بیام دا دی، موږ باید پوی شو چې خوب په ښه روغتیا کې مهم رول لري. د عامې روغتیا لپاره باید خلک په کافي اندازه خوب کولو ته وهڅوو".

د شپې کم خوبي

Image caption ډاکټران وايي، د شپې کم خوبۍ د مخنیوي لپاره باید ماښام سپک خواړه وخوړل شي.

د برتانیا د زړه مؤسسې ډاکټرې دویران مادوک ویلي، ځینې خلک د شپې لږ خوب لري، خو دوی باید دا جدي ستونزه ونه ګڼي.

"دغه موضوع دا څرګندوي چې د شپې ښه خوب کول لکه څرنګه چې د زړه د ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي، د ژوند پر ډېرو نورو چارو هم ښه اغېز کوي".

"څوک چې د شپې ډېر خوب نه لري، باید ځان ته تسلیت ورکړي، ځکه چې دغه پیغام د دې مانا نه لري، چې ګني څوک چې د شپې خوب نه لري، ارومرو به د زړه ناروغي لري".

مادوک زیاتوي، لا ډېرو داسې څېړنو ته اړتیا ده، چې د خوب د عادتونو او زړه ترمنځ بشپړ تړاو په ډاګه کړي.

دغه ډاکټره وايي، که چېرې چا ته د شپې خوب نه ورځي، نو تر خوب مخکې باید له درنو خوړو ډډه وکړي؛ ځکه چې دا کار له خوب سره یوڅه مرسته کولی شي، خو که چېرې د شپې کم خوبي دوام وکړي، د ډاکټر مشورې ضروري ده.

ورته مطالب