د مصر کړکېچ، د دوو لارو پر سر

Image caption د حسنې مبارک له ګوښه کېدو وروسته محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې ولسمشریزې ټاکنې وګتلې.

په مصر کې د ۲۰۱۱ کال پاڅون په سترلاريون له تحرير ميدان نه د جنورۍ پر ۲۵ مه پيل شو. بيا يې څه د پاسه دوه اوونۍ وروسته د فبرروۍ پر ۱۱ مه ولسمشر حسني مبارک راوپرځاوه. په ټوله کې د پاڅون ګټونکی اړخ د اخوان المسلمين ډله بلل کېده.

لامل يې هم تر ډېره دا بلل کېده، دغه ډله چې اته لسيزې مخکې يې بنسټ ايښودل شوی، د حسني مبارک نظام پر وړاندې د نورو نويو راپورته شويو خواوو پر تله منظمه او له پياوړي او سره پېيلي جوړښت برخمنه وه.

خو ډيموکراسۍ ته لېږد ډېر ناڅاپه، چټک او د ذهنيتونو له چمتوالي پرته وشو.

له واکه د ولسمشر حسني مبارک ګوښه کېدل د پاڅون بری و، چې د قاهرې تحرير ميدان او نورو ښاورنو کې په پراخو خوښيو لمانځل کېده، خو دغو خوښيو ډېر دوام ونه کړ.

پاڅون چې سرچينه يې تونس و، پر مصر او نورو عربي هېوادونو خورا ناببره راغی. هېڅ يو هم لکه څنګه چې وشو، د واک داسې لېږد ته چمتو نه و، او نه يې هم اټکل کړی و.

په مصر کې حسني مبارک د پوځ تر فشار لاندې، واک پوځي شورا ته پرېښود. د پوځي شورا واکمنۍ موده چې له لومړيو يې په کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټولټاکنو ترسره کولو ژمنه کړې وه، د ناراميو پېښو سره لاس او ګرېوان وه. په څه کم يو نيم کال کې دوی هم له هغوی سره چې د حسني مبارک پر وړاندې يې لاريونونه کول، په پرله پسې اخوډب کې کېوتل.

يوه کلنه واکمني

که څه هم د مصر پوځ ذهنيت ورته چمتو نه و، خو د ولسي لاريونونو فشار له امله يې د رايو صندقونو پرېکړې ته غاړه کېښوده.

لومړۍ ټولټاکنې پارلماني وي چې د ۲۰۱۱ کال نومبر له وروستيو د ۲۰۱۲ کال جنورۍ تر ۱۱ مې پورې په دريو پړاونو کې ترسره شوې.

د دغو پارلماني ټولټاکنو په سلو کې څه د پاسه ۴۰ يې د اخوان المسلمين ازادۍ او عدالت ګوند وګټلې.

خو د ۲۰۱۲ کال جون کې مصر اساسي قانون محکمې، د ټاکنو قانون ځينې مادې ناقانونه وبللې، او د پارلمان ۱/۳ غړيو غړيتوب يې لغوه کړ.

خو د خلکو او لاريونونو فشار پايله کې بيا د ولسمشرۍ ټولټاکنې هم ترسره شوې.

د مصر ولسمشرۍ ټولټاکنو لومړۍ پړاو د ۲۰۱۲ کال د مې پر ۲۳ مه او ۲۴ مه ترسره شو، چې له ۱۳ تنه کانديدانو يې د حسني مبارک واکمنۍ وروستی لومړی وزير احمد شفيق او د اخوان المسلمين سره تړلي ازادۍ او عدالت ګوند کانديد محمد مرسي مخکښ راوختل، خو يو هم پرېکنده برلاسی نه و.

له همدې امله ټولټاکنې دوهم پړاو ته وغځېدې، چې د ۲۰۱۲ کال جون پر ۱۶ مه او ۱۷ مه دوه ورځنۍ رايه ورکونه کې ښاغلی مرسي په ۵۱ سلنه بريالی شو.

Image caption د ولسمشر مرسي ځينو ناندره ييزه پرېکړو ته په کتو داسې معلومېده چې د واکمنۍ پوره تجربه نه لري

د اخوان المسلمين به د ترکيې بريالۍ سياسي بېلګې ته پام و، خو د ولسمشر مرسي ځينو ناندره ييزه پرېکړو ته په کتو داسې معلومېده چې دی او ډله يې د واکمنۍ پوره تجربه نه لري، په تېره بيا داسې يوه نوي زېږېدلي ډيموکراټيک چاپېريال کې چې له يوې ګونديزې واکمنۍ راوتلی وي.

په مصر کې چې د اساسي قانون له مخې يې ديني ډلو ته د سياسي فعاليت اجازه نشته، نو دا هم کېدی شي له نورو د اخوان المسلمين يوه زده کړه وبلل شي چې د ترکيې عدالت او پرمختګ ګوند تجربې ته په ورته ګام کې يې د ازادۍ او عدالت په نامه بېل ګوند جوړ کړ، چې د سياسي ډګر سيالۍ ته پرې ورودانګي.

د ۲۰۱۲ کال جون ټولټاکنو کې له بري وروسته د اخوان المسلمين يوه تېروتنه دا وه چې دوی د حسني مبارک پخواني ملي ډيموکراټيک ګوند پر پل پل ايښود، او د يوه ګونديزې واکمنۍ هماغه ډول چلن يې کاوه.

د دې تر ټولو روښانه بېلګه د ۲۰۱۲ کال نومبر کې د ولسمشر محمد مرسي ناندره ييز فرمان و، چې له مخې خپل ځان ته پراخې واګې ځانګړې کړې. خو د خلکو له غوسه ناکو احتجاجونو وروسته بېرته په شا شو.

د ډېرو په باور همدا د ده د مخ پر ځوړ تګ پيل و.

د ناوړه اقتصادي حالت امله خلک ناکراره وو، او مخالفان هم له تاوجن چاپېريال ګټې اخيستو ته څک وو. لکه څنګه چې د حسني مبارک پرځونې لپاره تياريانې نيول کېدې، همداسې د ولسمشر مرسي واکمنۍ کليزې نژدې کېدو سره د ده مخالفانو، چې د ژغورنې جبهې په نامه راغونډ شوي وو، د ۲۰۱۳ کال جون ۳۰ مې لاريونو ته بلنه ورکوله، چې دی په کې له واکه لرې کړي.

تحرير ميدان بيا د سلګونو زره خلکو کوربه شو، دا ځل يې د ټاکنو له لارې غوره شوي ولسمشر لرې کېدو (ارحل) نارې وهلې.

د ډېرو په ګومان د نازک حالت او ناوړه اقتصاد له امله د مصر پوځ له مداخلې پرته بله چاره نه لرله.

د لاريونونو فشار ته په کتو، پوځ له اټکل سره سم همداسې وکړل. له يو کلنې واکمنۍ وروسته محمد مرسي له واکه لرې شو.

Image caption د مصر پوځ، د دغه هېواد د خلکو په رايه ټاکل شوى لومړنى ولسمشر محمد مرسي د جولای په درېیمه له واکه لرې کړ.

خو د دفاع وزير او د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان عبد الفتاح السيسي چې په خپله محمد مرسي واک ته له رسېدو وروسته د مارشال حسين طنطاوي پر ځای ټاکلی و، د ډېرو نورو په باور يې په ډيموکراټيک ډول يو ټاکل شوی ولسمشر له واکه لرې کړ.

د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلي ولسمشر لرې کول او اساسي قانون ځنډول د محمد مرسي او اخوان المسلمين پلويانو په باور له سرې کرښې تېرېدا او پر قانونيت يا مشروعيت تېری و.

وېره اوس دا ده، که له يوې خوا اخوان المسلمين يا يې نورې خواخوږې اسلام پالې ډلې او له بلې خوا پوځ مسئولانه دريځ غوره نه کړي، د الجزاير وېروونکې تجربې تکرار مصر د وينې تويونې او خطرناک تاوتريخوالي ګردوب ته ورټېل وهلی شي.

په الجزاير کې په ۱۹۹۱ کال کې د ژغورنې اسلامي جبهې ټولټاکنې وګټلې، چې څو ورځې وروسته بيا د وخت ولسمشر شاذلي بن جديد د پوځ تر فشار لاندې پارلمان منحل، ټاکنې لغوه او خپله هم استعفا ورکړه.

د الجزاير اسلامي غورځنګ له ساحې ورک شو، او ورسره د يوې لسيزې اورپکي پيل شوه چې په ترڅ کې يې څه د پاسه ۲۵۰ زره خلک ووژل شول.

بله وېره هم د القاعدې اغېز ته د چاپېريال غوړېدا ده. عربي پاڅون ته په عربي نړۍ کې د يو مثبت بدلون په توګه ځکه هم کتل کېږي، چې له مخې يې د مصر په ګډون يو شمېر عربي هېوادونو کې د القاعدې اغېز کمزوری شوی او منځلاری اسلام په کې رامخته شوی دی.

مصر بيا په خپله د القاعدې اوسني مشر ايمن الظواهري ټاټوبی او د ۲۰ مې پېړۍ نژدې ټوله دوهمه نيمه کې د اسلامي توندلارۍ او بيا اورپکۍ سره لاس او ګرېوان و. اوس که وضعيت له کنټرول ووځي او د محمد مرسي لرې کولو کې د پوځ له ګامه ناخوښي ژورېږي، وېره دا ده چې د اخوان المسلمين ځوان اسلام پالي پلويان او خواخوږي کېدی شي توندلارۍ او ان د القاعدې ايډيولوژۍ ته مخه کړي.

د اخوان المسلمين ژورې ريښې

مصر د سياسي اسلام زېږېدو ځای بلل کېږي. اخوان المسلمين چې د ۱۹۲۸ کال په مارچ کې يې حسن البناء بنسټ ايښی په تېرو ۸۵ کلونو کې له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی دی.

له واکمنو سره يې لومړی ټکر په ۱۹۴۸ کال په پای کې راغلی، کله چې پر بريتانوي او يهودي ګټو له بريدونو سره په تړاو د مصر د وخت لومړي وزير محمود فهمي النقراشي دغه ډله منحل اعلان کړه، او يو شمېر مشران يې ونيول.

له دغې پرېکړې څو اوونۍ وروسته لومړی وزير نقراشي ووژل، چې د تور ګوته يې بيا اخوان المسلمين ډلې ته ونيول شوه. که څه هم دغه پېښه د اخوان المسلمين بنسټ ايښودونکي حسن البناء وغندله خو دی هم څو مياشتې ورسته د ۱۹۴۹ کال په فبرورۍ کې په قاهره کې د يو نامعلوم وسله وال له لوري په نښه او ووژل شو، چې باور کېده د امنيتي ځواکونو غړی و.

د اخوان المسلمين ايډيولوژي چې د قرآن کريم لارښونو پر بنسټ ولاړه ده، په مصر کې په خپرېدو وه. باور دی چې د ۱۹۴۰ لسيزې په وروستيو کې په مصر کې د اخوان المسلمين پلويانو شمېر تر ۲ مليونو رسېده، او نظريې يې د عربي نړۍ لروبر خپرې شوې وې.

د ۱۹۵۲ کال جولای پر ۲۳ مه مصري پوځيانو چې ځانونه يې (خپلواک ضابطان) بلل، د محمد نجيب په مشرۍ پاڅون وکړ، او د ملک فاروق شاهي نظام يې ونړاوه. که څه هم اخوان المسلمين له پاڅون مخکې له پوځيانو سره په تماس کې وو، خو واک ته د جمال ناصر په رسېدو ډېر وخت نه و تېر شوی چې د دغې ډلې او واکمن نظام ترمنځ ملګرتيا په ټکر بدله شوه.

د ۱۹۵۴ کال په اوکتوبر کې په اسکندريه کې پر جمال ناصر بريد وشو، چې د تور ګوته په کې اخوان المسلمين ته ونيول شوه، او له دې سره يې په اړيکو کې تاوتريخوالی زيات شو. د جمال ناصر واکمني د اخوان المسلمين پر وړاندې له ځپونکو وختونو شمېرل کېږي. ډېری مشران يې ونيول شول، او سيد قطب چې د اخوان المسلمين له مخورو فکري غړيو شمېرل کېده، د همده د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۶۶ کال کې اعدام شو.

له جمال ناصر وروسته انور السادات د اخوان المسلمين مشران خوشي کړل، چې ورسره يې وکړی شول خپل سياسي فعاليتونه هم وکړي. د اسرائيلو پر ضد د مصر د ۱۹۷۳ کال اوکتوبر جګړې پر مهال د واکمنو او اخوان السلمين ترمنځ اړيکي نژدې وو، او په جګړه کې د يوې ليکي ملګري وو.

خو د ۱۹۷۷ کال نومبر کې اسرائيلو ته د انور السادات سفر، بيا د ۱۹۷۹ کال په مارچ کې له اسرائيلو سره د سولې تړون لاسليکونې دغه اړيکي خړ پړ کړل. پر سادات د خيانت تور ولګېد او اورپکو ډلو د سزا ورکولو نارې وهلې. د اسلامي جهاد يا د نورو په وينا د عمر عبد الرحمان په مشرۍ الجماعة الاسلاميه ډلې غړي وتوانېدل چې پوځ ته ننوځي، او د ۱۹۸۱ کال د اوکتوبر پر ۶ مه يې انور السادات د پوځي پرېډ پر مهال وواژه.

د حسني مبارک پړاو

د حسني مبارک د ۳۰ کلنې اوږدې واکمنۍ په وخت کې اخوان المسلمين له وفد ګوند سره په ۱۹۸۴ کال او بيا په ۱۹۸۷ کال له عمل يا کارګر او ازادو ګوندونو سره په ائتلافونو کې ورګډ او په مصر کې ستر مخالف ځواک شو. خو کله کله بيا پر اخوان المسلمين د فعاليت کړی تنګه شوې، غړي يې نيول شوي، او له ناقانونه ډلې سره د تړاو په تور پوځي محاکمو ته کاږل شوي او کله بيا هم په بېلابېلو پارلماني ټاکنو کې يې د خپلواکو کانديدانو په توګه پارلمان ته لار موندلې ده.

په ۲۰۰۰ کال کې اخوان المسلمين د خلکو شورا، يا پارلمان ټاکنو کې ۱۷ څوکۍ وګټلې. پنځه کاله وروسته يې د ټاکنو پايلو کې خورا ښې لاسته راوړنې درلودې، او د خپلو خپلواکو کانديدانو له لارې يې ۲۰ سلنه څوکۍ وګټلې. دغه بري د حسني مبارک نظام هېښ کړ، او د دغې ډلې مشرانو او فعالانو په نيولو او زندان ته اچولو يې پيل وکړ.

خو نور نو د انټرنېټ زمانه وه، د تېرو لسيزو په څېر د حسني مبارک وروستۍ لسيزې واکمنۍ کې د خلکو سترګې، غوږونه او خولې په اسانۍ نه شوی پټېدی. د معلوماتيکي ټکنولوژۍ په پراخېدو د خلکو ترمنځ د تړاو مزيو په غځېدو حالت هم په ډراماټيک ډول په بدلېدو و.

د اخوان المسلمين ايډيولوژي او فعاليت

Image caption حسن البناء د اخوان المسلمين غورځنګ بنسټ ايښودونکی و.

اخوان المسلمين د مصر تر ټولو زوړ او ستر اسلامي سازمان بلل کېږي. دوی وايي يوه داسې ډله ده چې، بنسټ يې د ودې، پرمختګ او پرمختيا دودونې لپاره ايښودل شوی دی.

موخه يې د اسلامي اخلاقو او ښو کړووړو خپراوی دی. په داسې حال کې چې اخوان المسلمين وايي دوی د ديموکراټيکو بنسټونو ملاتړ کوي، خو يوه ټاکلې موخه يې د يو داسې دولت جوړول هم دي چې اسلامي قانون يا شريعت پرې واکمن وي. "اسلام د حل لار ده" د دغې ډلې تر ټولو ډېر مشهور شعار دی چې په نړيواله کچه کارول کېږي.

خو د اخوان المسلمين پر سياسي فعاليت د جمال ناصر له واکمنۍ راهيسې بنديز لګېدلی و، او د مصر اساسي قانون چې لا نه دی بدل شوی، ديني او مذهبي ګوندونو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.

تر ډېره دا باور خپور دی چې د الجماعة الاسلاميه او الجهاد الاسلامي په څېر د مصر توندلارې ډلې له اخوان المسلمين بېلې شوې، او يا يې لږترلږه د دغې ډلې د مخور فکري غړي سيد قطب له ايډيولوژۍ الهام اخيستی دی.

خو اخوان المسلمين په تېرو څو لسيزو کې له نورو توندلارو ډلو سره په توپير خپل فعاليتونه سياسي او سوله ييز ساتلي دي. دوی تر ډېره زيار ايستلی چې د خلکو زړونو ته په ټولنيزو خدمتونو لار ومومي. د دوی ډېر پام پر ټولنيزو مرکزونو دی، په جوماتونو، پوهنتونونو او سوداګريزو مرکزونو کې ډېر فعاليت کوي. په ښارونو کې يې د جوماتونو ترڅنګ روغتيايي کتنځايونه هم جوړ کړي چې د خلکو وړيا درملنه وکړي.

د ډاکټرانو او قانوني وکيلانو ټولنو مشرتابه کې ډېر وخت د دوی خلک دي. د دوی تګلاره پر ټولنه د اغېز ځايونو ته لار موندنه او هم د خلکو زړونو او ذهنونو ګټل دي. خو د خلکو زړونه او ذهنونه که په زيار ګټل کېږي، د ساتلو لپاره يې هم نه ستومانه کېدونکی هاند او هڅې غواړي.

ورته مطالب