بغداد:شیعه ګانو پر جومات برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

Image caption تېر جون، عراق کې مرګوني بریدونه شوي، چې لږترلږه ۷۶۱ کسان وژل شوي. ملګري ملتونه

د عراق په پلازمېنې بغداد کې د شیعه ګانو پر یوه جومات بمي برید شوی، چې لږ تر لږه ۱۵کسان په کې وژل شوي دي.

د جمعې ورځې د ماښام لمانځه پر مهال تر سره شوي دغه برید کې تر دېرشو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

تر دې وړاندې په سماره ښار کې یوې موټر بم چاودنې څلور تنه ووژل.

عراقي چارواکو د روانې میاشتې جولای په لومړیو کې وویل، د بغداد شمال ختيځ دیالي ولایت المقدادیې حسینیه کې ځانمرګي برید لږترلږه ۲۳ کسان وژلي او ۱۰ نور کسان بیا د بعقوبې په یوه چای خانه کې وژل شوي دي.

له دې مخکې د عراق پلازمېنې بغداد څنډو یوه فوټبال لوبغالي کې بمي چاودنې لږترلږه ۹ کسان وژلي وو.

يوه راپور کې ويل شوي وو، د چاودنې ډېر قربانيان هلکان وو.

هغه بريد د هغې لړۍ تازه پېښه بلل کېده، چې د فوټبال نندارچيان يا لوبغاړی په کې په نښه کېږي.

عراق په تېره نژدې موده کې کلونه وروسته تر ټولو ناوړه فرقه ييز تاتوريخوالي څپې سره لاس او ګرېوان دی.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو، چې تېر جون کې عراق کې مرګوني بریدونه شوي، چې لږترلږه ۷۶۱ کسان په کې وژل شوي.

تېره مې له ۲۰۰۶ راهیسې په عراق کې تر ټولو ډېره خونړۍ میاشت وه، چې لږترلږه زر کسان په کې وژل شوي وو.

یوازې تېر کال عراق کې ۴۴۷۱ کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب