وینزویلا، نیکاراګوا سنوډن د پناه ورکولو وړاندیز کړی

Image caption سنوډن تر اوسه ۲۱ هېوادونو ته د سیاسي پناه لپاره غوښتنلیکونه لېږلي، چې اکثر یې رد شوي دي.

د لاطیني امریکا دوو هېوادونو، نیکاراګوا او وینزویلا د امریکايي استخباراتي ادارې فراري قراردادي، اېډورډ سنوډن ته د سیاسي پناه ورکولو وړاندیزو کړی.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو ویلي، د امریکايي څار پروګرام افشا کوونکي ته به پناه ورکړي، چې ګومان کېږي، د روسیې د پلازمېنې مسکو هوايي ډګر په ټرانزیټ برخه کې پټ دی.

مدورو وویل" د بولیواریین جمهوریت وینزویلا د ولسمشر په صفت، ځوان امریکايي اېډورډ سنوډن ته د بشري خواخوږۍ پر بنسټ د پنا ورکولو وړاندیز کوم، چې هغه د شمالي امریکايي استعمار له ظلمه لېرې بولیویا او د چاوېز په هېواد کې ژوند وکړي."

بل لور ته د اې ایف پي خبري اژانش په رپوټ کې د نیکاراګوا د ولسمشر ډینیل اورټېګا له قوله ویل شوي، چې که حالات اجازه ورکړي، هېواد به یې سنوډن ته پناه ورکولو سره خوښي محسوسه کړي.

د ډینیل اورټېګا په وینا، مسکو کې یې د هېواد سفارت، د اېډورډ سنوډن د سیاسي پناه غوښتنلیک تر لاسه کړی دی.

د مدورو په وینا سنوډن ته یې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ د سیاسي پناه ورکولو پرېکړه کړې ده.

د یادونې ده، چې په اتیایمه لسیزه کې ولسمشر اورټېګا د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د مریکا له سختو مخالفانو څخه یو و.

د هوايي اړیکې نه شتون

د مسکو او نیکاراګوا د پلازمېنې ماناګوا تر منځ مستقیمه هوايي اړیکه نه شته، ځکه خبریالان وايي تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه پرېکړه به څنګه عملي شي.

د ویکیلیکس په وینا اېډورډ سنوډن شپږو نورو هېوادونو ته هم د سیاسي پناه لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

د ویکیلیکس په وینا دوی د " امریکايي لاسوهنې" د وېرې له کبله د دې هېوادونو نومونه نه اخلي.

دې لړ کې نوموړي تر اوسه ۲۱ هېوادونو ته د سیاسي پناه لپاره غوښتنلیکونه لېږلي، چې اکثر یې رد شوي دي.

اېډورډ سنوډن په دا وروستیو کې هغه پروګرام په اړه جزیات افشا کړل، چې ګواکې د امریکا څارګرې ادارې په پراخه کچه د انټرنېټ او ټلیفوني اړیکو څارنه کوله، چې دې سره وروسته امریکا کې د نوموړي پر ضد د غدارۍ قضیه ثبت شوه.

ورته مطالب