ابو قتاده له زندانه تر زندانه

ابو قتاده
Image caption لوېديځ څارګر سازمانونه ابو قتاده اروپا کې د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن ښی مټ بولي.

په برتانوي، اروپايي او عربي رسنیو کې وخت-ناوخته د اسلامي دعوتګر عمر ابو عمر ، چې په ابو قتاده شهرت لري، نوم راځي.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې لندن هڅه کوله، چې دغه سخت دریځی عالم او په ترهګریزو کړنو تورن خپل اصلي هېواد اردن ته وشړي.

بالاخره د جولای پر شپږمه لندن وتوانېد، چې له یوه پوځي هوايي ډګره ابو قتاده اردن ته د محاکمې لپاره له خپلې خاورې وباسي.

برتانیا په وروستیو کې ابو قتاده ونیو، هڅه یې دا وه چې ژر یې له هېواده وباسي، خو اروپايي محاکمو کې ابو قتاده اردن ته د لېږد پروړاندې سخته مبارزه وکړه، همدا وو چې لندن یې هک پک کړی و.

ایا ابو قتاده څوک دی، چې د برتانیا حکومت یې یوازې له خپلې خاورې پر ایستلو تر دوو میلیونو ډېر ډالر لګولي؟

عمر محمود عثمان ۱۹۶۰ کال د فلسطین بیت لحم کې زیږېدلی، چې ځانته یې د "ابوقتاده الفلسطیني" لقب غوره کړی.

د خلیج له لومړۍ جګړې وروسته، نوموړی کویت کې اوسېدلی، بیا اردن ته شړل شوی، بیا یې پاکستان کې نژدې یو کال تېر کړی، وروسته په ۱۹۹۳ کال کې برتانیا ته د اماراتو په جعلي پاسپورټ کډوال شوی.

هلته یې سیاسي پناه غوښتې، چې په ۱۹۹۴ کال برتانیا پناه ورکړه.

د ۲۰۰۱ فبرورۍ کې ابو قتاده د جرمني له یوې ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور د پوښتنو لپاره ونیول شو، خو پر نوموړي ټول تورونه بابیزه لګول شوي وو او سپین وخوت.

د ۲۰۰۲ اکتوبر کې ابو قتاده بیا د لندن سوېل کې ونیول شو، او زندان کې یې له برتانیا د شړلو پرضد اوږده او ټینګه جګړه پیل کړه.

هغه ویل، که چېرې یې برتانیا اردن ته وشړي، له سخت کړاو او شکنجو سره به مخامخ شي، ځکه چې پر نوموړي په ۱۹۹۷ او ۲۰۰۰ کلونو کې د اردن د امنیت او محکمې له خوا په دوو قضیو کې د زندان حکم ختلی و.

ابو قتاده له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ۲۰۰۵ زندان کې پاتې شو، خو بیا وروسته په ضمانت خوشی شو، نوموړی پنځه میاشتې وروسته بیا زنداني شو، او د ۲۰۰۸ تر مې پورې زندان کې و.

د ۲۰۰۷ فبرورۍ ۲۶ د برتانیا یوې محکمې د ابو قتاده په حق کې اردن ته د هغه د شړلو حکم وکړ، او د ۲۰۰۸ اپریل کې یې د دغه حکم پرضد اپیل وکړ، خو بیا هم زنداني و.

Image caption عمر محمود عثمان ۱۹۶۰ کال د فلسطین بیت لحکم کې زیږېدلی، چې ځانته یې د "ابوقتاده الفلسطیني" لقب غوره کړی.

د همدغه کال مې کې په ضمانت خوشی شو، خو په نومبر کې یې د ضمانت خوشي کولو حکم لغوه شو، همدا وو چې زندان ته ټېل وهل شو او له برتانیا د ایستلو په انتظار و.

د ۲۰۱۲ کال فبرورۍ پر ۱۳ ابو قتاده د بشري حقونو د اروپايي محکمې د پرېکړې له مخې خوشی شو.

دغې محکمې اردن ته د ابو قتاده د شړلو ضد پرېکړه وکړه.

خو د ۲۰۱۲ اپریل ۱۷ بېرته ونیول شو، او اردن ته یې د استولو امکان ډېر شو.

لوېديځ څارګر سازمانونه په اروپا کې ابو قتاده د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن ښی مټ بولي.

ورته مطالب