برتانیا ابو قتاده اردن ته د محاکمې لپاره استولی

برتانیا سخت دریځی اردنی عالم ابو قتاده پرې د لګول شویو ترهګریزو تورونو د سپیناوي او محاکمې لپاره اردن ته سپارلی دی.

نوموړی لندن ته څېرمه له یوه پوځي هوايي ډګره په یوه شخصي الوتکه کې اردن ته یووړل شو.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون وویل، خوشاله دی، چې اردن ته د ابو قتاده سپارل په سمه توګه ترسره شول.

اټکل دی، چې ابو قتاده به اردن کې پرې د لګول شویو تورونو ځواب ووايي.

دغه اردنی سخت دریځی اسلامپالی عالم، چې په اصل کې د فلسطین دی، له ۲۰۰۱ راهیسې برتانیا کې بندي و، چې څو ځلې خوشی شوی او بېرته نیول شوی هم دی.

د ابو قتاده د ایستلو پر سر پوره لس کاله اختلاف موجود و، چې برتانیا وايي پر دې چاره یې تر ۲.۵ میلیون ډېر ډالر لګولي دي.

ابو قتاده له ۲۰ کلونو راهیسې اردن ته نه دی تللی.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې تیریسا مې وویل، "شاید د برتانیا عام خلک د دغې پرېکړې هرکلی وکړي".

هغې دا هم ویلي، چې "دغه خطرناک سړی اوس زموږ له خاورې وایستل شو او پخپل هېواد کې به محاکمه شي".

Image caption ابو قتاده لندن ته څېرمه له پوځي هوايي ډګره اردن ته یووړل شو.

د ابو قتاده اصلي نوم عمر عثمان دی، چې ۲۰۰۷ کال فبرورۍ کې د کډوالو د ځانګړي کمیسیون پروړاندې یې له هېواده د نه وتلو غوښتنه وبایلله.

اټکل دی، چې د ابو قتاده ښځه او پنځه واړه زامن برتانیا کې پاتې شي.

دغه اسلامي مشر د فلسطین بیت لحم کې زیږېدلی، او د اردن تابعیت لري، چې څو کاله یې برتانوي او اروپايي محکمو کې د دې پروړاندې مبارزه وکړه، چې اردن ته یې ونه سپاري.

په ۱۹۹۹ کال پر ابو قتاده د اعدام حکم شوی و.

پر هغه تور دی، چې عمان کې یې پر یوه امریکايي ښوونځي بریدونه کړي، خو بیا وروسته یې د اعدام سزا پر عمري بند واوښته.

ورته مطالب