الوتکې د لمر په انرژۍ الوتنه وکړه

Image caption دغه الوتکه چې دوو سويسيانو چلوله.

يوه ستره الوتکه چې په بشپړه توګه يې انرژي له لمره اخيسته، په امريکا کې د سفر وروستۍ برخې پوره کولو سره، په نيويارک کې راکښته شوه.

دغه الوتکه چې دوو سويسيانو چلوله، او سولر امپلس نومېږي، له واشنګټن ډي سي نه له ۱۸ ساعته الوتنې وروسته پر ځمکه راکښته شوه.

د سولر امپلس الوتکه د جمبو جېټ الوتکې وزرونو اوږدوالی، د يوه واړه موټر وزن او د يو سکوټر ځواک لري.

ټاکل شوې وه دغه الوتکه، مخکې له دې چې په نيويارک کې د (جې اېف کېنېډي) هوايي ډګر ته ورسېږي، د لېبرټي يا ازادۍ مجسمې له پاسه په ډراماټيک ډول تېره شي.

خو پېښه داسې وه چې د الوتکې غټو او خورا سپکو وزرونو، د يوه جوړښت کې يې درز، د الوتنې لاره کې بدلون راوست، او الوتکه له پلان شوي وخت څو ساعته مخکې راکښته شوه.

خو يو ځل بيا الوتکې خپله دا وړتيا ثابته کړه چې د ورځې رڼا په څېر د شپې تياره کې هم د بېټرۍ هغې انرژۍ په کارولو الوتلی شي، چې د لمر زرګونو حجرو توليد کړې ده.

دغه سفر چې تېره مې په کليفورنيا کې پيل شوی و، د لارې اوږدو کې يې څو ځله اوږدې دمې هم کړې دي.

دغو دمو دا واقعيت راغبرګاوه ګواکې څومره چې خبره د اوږده دوام يا ټکنولوژيکي اختراع ده، هغومره د پاکې انرژۍ دودنۍ مسئلې سره هم تړلې ده.

د دې پروژې ترشا سويسۍ ډله اوس پلان لري له هيلو ډک لا اوږده سفر، او په بشپړ ډول لمريزې انرژۍ سره د نړۍ چاپېر الوتنه وکړي.

ورته مطالب