د مصر تاوتريخوالی: منځمهالي ولسمشر عدلي منصور د ارامۍ غږ کړی

Image caption پوځیانو هغه مهال ډزې وکړې، چې یو شمېر احتجاج کوونکو غوښتل، د ګارډ کلب پر دیوال واوړي. مصري رسنۍ

د مصر منځمهالي ولسمشر قاهره کې له يوه پوځی بارک سره د لږترلږه ۵۱ کسانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې، او روان تاوتريخوالي پر مهال يې د زغم او ځان کنټرولونې غوښتنه کړې ده.

عدلي منصور دا هم ويلي د دغو وژنو په اړه يې د پلټنې امر هم کړی دی.

اخوان المسلمين وايي پر کسانو يې په داسې وخت کې ډزې شوې چې د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي لپاره يې احتجاجي ناسته کړې وه، په داسې حال کې چې پوځ بيا ويلي "ترهګرو" پر دغو بارکونو د يرغل هڅه کوله.

مصر کې د ولسمشر محمد مرسي لرې کولو پر سر پيل شوي روان تاوتريخوالي پر مهال قاهره کې ډزې شوې، چې په ترڅ کې يې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

اخوان المسلمين وايي له يوه پوځي بارک سره د احتجاجي ناستې پر مهال د دوی پر غړيو ډزې شوې دي.

دوی باور کوي ښاغلی مرسي په همدغه ځای کې بندي دی، او واک ته يې د بيا ستنولو غوښتنه کوي.

خو پوځ بيا ويلي يوې "ترهګرې ډلې" هڅه کوله پر دغو بارکونو يرغل وروړي.

دغه وژنې پر همدې ځای له يوې بلې پېښې وروسته کېږي، چې جمعې پر ورځ پر خلکو د ځواکونو ډزو پر مهال ۳ کسان په کې ووژل شول.

په يوه بېله پرمختيا کې د الازهر شيخ احمد الطيب، چې د سني مسلمانانو تر ټولو لوړه مرجع بلل کېږي، د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړی، او ويلي يې دي، دی به تر هغه وخته ګوښه وي، چې تاوتريخوالی پای ته نه وي رسېدلی.

په يوه اعلاميه کې چې پر ټلوزيون لوستل کېده، ښاغلي منصور دفتر په کې د دوشنبې سهار "دردناکو پېښو" کې پر وژنو"ژوره خواشيني" څرګنده کړې.

ده ملي ګټو او د هېواد امنيت ساتنې په موخه د ځان کنټرولونې هڅونه کړې، او زياته کړې يې ده چې يوه قضايي کمېټه د دغو وژنو په اړه پلټنه کوي او پيلې به يې خلکو ته اعلانوي.

د پېښو په اړه د پوځ بڼه ورکړې، او دغه پېښه يې د ولسمشرۍ ګارډ بارکونو باندې د يرغل هڅه بللې ده.

ښاغلی مرسي د اخوان المسلمين سياسي څانګې ازادي او عدالت ګوند غړی او په ازاد ډول د مصر لومړی ټاکل شوی ولسمشر و، چې له سترو احتجاجونو وروسته تېره اوونۍ د پوځ له لوري لری کړی شو.

د تېر جون پای کې د دغه تاوتريخوالي له پيل راهيسې لسګونه کسان وژل شوي دي.

باور دی ښاغلی مرسي د پلازمېنې ختيځ مدينة نصر کې د ولسمشرۍ ګارډ يا ساتندويانو کلب له لوري نيول شوی وي.

د ده پلويان، چې ډېری يې د ښاغلي مرسي اخوان المسلمين غورځنګ غړي دي، په دغه ځای کې احتجاجي ناسته کړې وه. دوی وايی پوځ کودتا کړې، او مرسي قانوني ولسمشر دی.

د دوشنبې سهار له تاوتريخوالي وروسته، د النور توندلارې سلفۍ ډلې، چې د ښاغلي مرسي لرې کولو ګام ملاتړ يې کړی و، ويلي د منځمهالي لومړی وزير غوراوي له خبرو ووځي، او د ډزو دغه پېښه يې "ټولوژنه" بللې ده.

"وسلې نيول شوې"

د مصر روغتيا وزارت ويلي د پوځ افسرانو په ګډون لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې اخوان المسلمين ډلې د وژل شويو خلکو شمېر ۵۳ ښوولی، او ويلي يې دي د قربانيانو ترمنځ ماشومان هم دي.

راپورونو ويلي شاوخوا ۳۰۰ کسان ټپيان شوي دي.

ټلوزيوني چېنلونو د مړيو او ټپيانو انځورونه خپاره کړي چې کلينيکونو او ځايي روغتونو ته لېږدول کېدل.

خو دا چې تاوتريخوالی څنګه پيل شو، ضد او نقيض راپورونه ورکړل شوي دي.

اخوان المسلمين وايي پوځ د سهار شاوخوا ۴ بجو د دوی پر ناسته چاپه ووهله، په داسې حال کې چې په وينا يې دوی د سهار لمونځ کاوه.

يوه احتجاجي علاء الحديدي بي بي سي ته وويل "احتجاجيان په ناخبرۍ کې ونيول شول، او پوځ مرمۍ او اوښکې بهوونکی غاز کارولی دی ".

يوه بل احتجاجي محمد الشيلي د فرانسې خبری اژانس ته ويلي ځواکونو اوښکې بهوونکی غاز کارولی، او په ملکي جامو کې يوې ډلې بيا ډزې وکړې. ده (اې اېف پي) ته وويل "دغه ډله له يوه اړخه راغله او موخه يې موږ وو."

د ازادۍ او عدالت ګوند، چې د اخوان المسلمين سياسي اړخ دی، او د تېر کال تاريخي ټولټاکنو کې يې نژدې نيمې څوکۍ ګټلې وې، پر مصريانو غږ کړی د دغو پېښو په ځواب کې د "هغوی پر وړاندې چې د دوی پاڅون په ټانکونو غلا کوي، پاڅون وکړي".

دغې ډلې "نړيواله ټولنه، نړيوالې ډلې او د نړۍ ټول ازاد وګړي" هڅولي چې "د نور ټولوژنې مخنيوي په موخه مداخله وکړي" او هم د دې مخه ونيسي چې مصر په "يوه نوې سوريه" واوړي.

خو د مصر پوځ يوه اعلاميه کې چې پر رسنيو لوستل کېده، د ډزو پړه "پر يوې وسله والې ترهګرې ډلې" اچولې چې پر بارکونو يې د يرغل هڅه کوله.

اعلاميه کې ويل شوي، د وژل شويو کسانو ترمنځ يو افسر هم و، او يو شمېر نور ټپيان شوی هم دي، چې د ځينو حال يې خطرناک بلل شوی دی.

اعلاميې ويلي شاوخوا ۲۰۰ کسان نيول شوي، چې وسلې، مرمۍ او پېټرلي بمونه ورسره وو.

څارنوالانو په قاهره کې وروسته له هغه د ازادۍ او عدالت ګوند دفتر تړلو امر کړی چې پوليسو وويل دننه يې وسلې موندل شوې دي.

پوځ بيا وروسته وويل دوه تنه سرتېري د مرسي پلويانو له لوري لنډ وخت لپاره تښتول شوي وو.

اعلاميې ويلي په دوو بېلو پېښو کې څو سړي چې په وسلو او چاکوګانو سمبال وو، دغه سرتېري اړ کړي چې موټرو ته وخېژي او د مرسي په پلوۍ خبرې وکړي، چې د يوه سرتېري يې فلم هم اخيستی دی.

د مصر مېنا خبري اېجنسۍ ويلي سرتېري بيا په تېښته بريالي شوي دي.

ورته مطالب